اجتماعی

د ذخیروي بندونو د جوړولو عملي هڅې

صاوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د ممسئولو ارګانونو له خوا دهېواد د بیلابیلو ولایتونو په اړوندو سیمو کې د ډول ډول پروژو د تطبیق ترڅنگ د بهانده او څپانده سیندونو د اوبو د کنټرول او سالمه استفادې په موخه د بندونو جوړولو او رغولو چاروته هم یوڅه پاملرنه ور اوښتې ده او په دې موخه ډیری کوښښ داسې دی چې په هېواد کې دننه د شته سیندونو اوبه په ښه توګه مهار او د ګرانو هېوادوالو دښې استفادې وړ وګرځي، البته په هېواد کې د اوبو بندونو د جوړولو او رغاولوچارو په لړ کې په دې وروستیوکې ویل شوي، چې دبادغيس ولایت پــه قادس ولســوالۍ کــې دڅــه دپاســه ۱۳ میلیونو امريکايــي ډالــرو په لګښــت د ذخيروي بند دپروژې چارې پيل شــوې چې په بشــپړېدو سره به یې ۱۴۰۰ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبــه شي.

صاوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د ممسئولو ارګانونو له خوا دهېواد د بیلابیلو ولایتونو په اړوندو سیمو کې د ډول ډول پروژو د تطبیق ترڅنگ د بهانده او څپانده سیندونو د اوبو د کنټرول او سالمه استفادې په موخه د بندونو جوړولو او رغولو چاروته هم یوڅه پاملرنه ور اوښتې ده او په دې موخه ډیری کوښښ داسې دی چې په هېواد کې دننه د شته سیندونو اوبه په ښه توګه مهار او د ګرانو هېوادوالو دښې استفادې وړ وګرځي، البته په هېواد کې د اوبو بندونو د جوړولو او رغاولوچارو په لړ کې په دې وروستیوکې ویل شوي، چې دبادغيس ولایت پــه قادس ولســوالۍ کــې دڅــه دپاســه ۱۳ میلیونو امريکايــي ډالــرو په لګښــت د ذخيروي بند دپروژې چارې پيل شــوې چې په بشــپړېدو سره به یې ۱۴۰۰ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبــه شي.

همداراز دکليــو د پراختيــا وزارت مســئولينو له لورې داهم ویل شوي، چې یاد وزارت دهېواد لرې پرتو ســيمو تــه دپاکــو اوبو رســولو او ديو شــمېر مهمــو پــروژو دتطبيق لــه لارې هېوادوالو ته ښــه او غــوره خدمتونه وړانــدې کړې دي.

د یادې پروژې د چارو په بشپړیدو، سره له دې چې ۱۴۰۰هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي، ترڅنګ یې ګڼ شمېر هېوادوالوته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابریږي.

نو بې له شکه دا ډیره اړینه ده چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې دشته بهانده او څپانده سیندونو اوبه باید په منظم ډول مهار او په ښه توګه مدیریت شي او په ټوله کې د هېواد له اوبو څخه دې هم لازمه ګټه واخیستل شي، البته افغانستان چې کرنیز هېواد دی د زراعتي ځمکو په منظم ډول د خړوبولو په برخه کې دې هم ترینه ښه او لازمه ګټه پورته شي، البته په ټوله کې دهېواد په څپانده سیندونو د بندونو جوړول سره له دې چې د زراعتي ځمکو په منظم ډول د خړوبولو په برخه کې ترینه لازمه ګټه اخیستل کېږي، ترڅنګ یې د هېواد په کچه برښنا یي ستونزې هم له منځه وړي او همدارنګه د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې هم خورا مهم ارزښت لري.

داټکي ته موهم باید پام وي چې د اوبوبندونو رغاول، جوړول سره له دې چې د شاړوځمکو په خړوبولو، د کرکیلې په وده او د سیلابونو په کنټرول کې مثبت اغیز لري، ترڅنګ یې د بريښنا د تولید په برخه کې هم بنسټیز رول لري او په ټوله کې د برښنا  څخه د استفادی په موخه د پروژو تطبیق هم هغه څه دی چې له یوې خوا په کور دننه مونږ د اړتیا وړ برښنا ترلاسه کولی شو، ددې ترڅنگ د ښه مدیریت په لړکې کولای شو، چې په راتلونکي کې خپله اضافی برښنا حتی نوروهېوادونو ته هم صادره کړو، بنآ اړینه برښي چې د برښنا پرتولید هم باید ډیره پانګونه وشي ترڅو له بهره پر وارداتي برښنا  د اسلامي امارت اتکا کمه شي او په هېواد کې دننه د برښنایي بندونو په جوړولو، رغاولو او ګټې اخیستنې سره به له شک پرته چې د اړتیا وړ برښنا په هېواد کې دننه تولید او د دولتي ادارو او خصوصي بنسټونو ترڅنګ به، په ټوله کې د پتمنو هېوادوالو دلازمې استفادې وړ وګرځي، همداشان د بندونو په جوړیدوسره به زرګونه هکټاره ځمکې هم خړوبې او کرکیلې ته به چمتو شي، نو له شک پرته دمگړۍ واقعاً چې د اوبو او برښنا  د بندونو د جوړولو او رغاولو د پروژو دپلی کېدو په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د اړوندو مسئول ارګانونو کوښښونه او هڅې دقدر وړ دي.

بنآ سرلوړی افغانستان چې په حقیقت کې د ټولومیشتو ورونو قومونوافغانانو گډ کوردی او دغه جگړه ځپلی هېواد چې د تیرو کابو څه باندې څلورنیمولسیزو په لړ کې د پردیو له لورې د تپل شوې جگړې په ترڅ کې په بیلابیلو برخوکې سخت زیانمن شوی، نونن سبا یې واقعاً د آبادولو، رغولو، سمسورتیا او ښیرازۍ په برخه کې هر پتمن هېوادوال ځانگړی مسئولیت لري او ددې ترڅنگ اسلامي امارت هم په مختلفو برخو کې لومړیتوبونو ته په بشپړ دقت او ځانګړې پاملرنې سره لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهال پروگرامونه ترلاس لاندې لري، ترهغه چې په ټول هېواد کې په انډولیزه توگه په هراړخیز ډول پراختیایي، رغنیزې او بنسټیزې پروژې طرحه او تطبیق کړي، نو پاک الله (ج) دې دوئ ته لاهم ددې توان، توفیق او همت ورکړي چې په ټول هېواد کې د قدرمنو هېوادوالو دلومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د دوئ دهراړخیزو ستونزو دحل په موخه ډول ډول پروژې دهېواد په گوټ گوټ کې طرحه او پلې کړي، ترڅو دهرډول پروژو په بشپړیدو سره د قدرمنو هېوادوالوستونزې حل او په ټولیزه توگه دهېواد ملي اقتصاد پیاوړی شي او په ټوله کې دقدرمنو هېوادوالو د ژوند په هوساینه کې هم اغیزمنې مثبتې پایلې پرځای پریږدي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *