سیاسی

خپلواکی د هر وګړی حقه حقوق ګڼل کېږي

دنړۍ هېوادونه خپلې ملي ورځي او ارزښتونه د نورولاس ته راوړنو ترڅنګ په مختلفه بڼه نمانځي، ځکه چې د ملي ورځو نمانځل د ميشتو وګړو له پاره هغه کارنامې راتازه کوي، چې دسرښندنو له امله ترلاسه شوی وی تاريخ هم د وياړنه ډکي ورځي په خپلو پاڼو کې له ځان سره ساتي،

دنړۍ هېوادونه خپلې ملي ورځي او ارزښتونه د نورولاس ته راوړنو ترڅنګ په مختلفه بڼه نمانځي، ځکه چې د ملي ورځو نمانځل د ميشتو وګړو له پاره هغه کارنامې راتازه کوي، چې دسرښندنو له امله ترلاسه شوی وی تاريخ هم د وياړنه ډکي ورځي په خپلو پاڼو کې له ځان سره ساتي، ترڅو یونسل یې بل نسل ته زده کړي په توګه ورپیژنی او د هېواد دتاريخي پيښو اولاس ته راوړنو په هکله پوره معلومات ولري او دخپلو پلرونو او نيکونو په څېر دهېواد ساتنې په ډګر کې د هر ډول هلوځلو څخه درېغ ونه کړي، پوهېږو چې دتاريخ په اوږدوکې د نړۍ دتيري کوونکو ځواکونو له خوا زموږ په هېواد څو څو ځله مستعمراتي او تېري کوونکې هڅه شوې چې د خپلو ګوډاکي واکمنانو په وسيله خپلې سياسي فرهنګي او ټولنيزې ګټې خوندي وساتي او تر اوږد مهاله دواکمنۍ پرمهال زموږ اسلامي ارزښتونو ته زيان ورسوي. خو په هېواد او اسلام مين هېوادوال د تيري کوونکو او اشغالګرو ځواکونو په وړاندې چوپ او غلي نه دي پاتې شوي. خپله وسلواله مبارزه يې پيل او تېري کوونکو اشغالګرځواکونه له هېواده وباسي. جګړي سختې او ستونزمنې وي ځکه د وخت انگریزی زبرځواکونه په ډېرو عصري وسلو سمبال و د افغانانو پوځي تجهيزات ابتدايې شکل درلود چې د مقابل لوري سره هيڅ کله نه شو  پرتله کېدی. خو افغانانو پر اسلامي او هېوادنۍ جذبه د دښمن هر ډول تېري ته سينه سپر کړه او په ډېره ميړانه يې د خداي(ج) په نصرت سره و توانېدل د نړۍ زبرځواک چې لمر يې په جغرافيايي پولو کې نه ډوبېده له ماتي سره مخامخ کړ او خپلواکي يې ترې ترلاسه کړه. خپلواکۍ او آزادي چې د ميشتو وګړو له پاره د ژوند په ټولو برخوکې ځان آزاد او دخپلې خوښې د ژوند لامل ګرځي آزادي د هر انسان حقه حقوق ګڼل کېږي چې دغه حقوق په خپلواکۍ کې خوندي پاتې کېږي نوځکه هر انسان هڅه کوي چې آزاد و اوسي او د خپلې خوښې ژوند وکړي او د هېواد د آبادۍ او سمسورتيا له پاره په ټولو شتمنيو واکمن و اوسي ترڅو په خپله خوښه دهېواد دپرمختيا له پاره مناسبي لارې ولټوي او د خپلواک او ازاد هېواد په توګه له نړيوالو سره اړيکې ټينګې کړي. خو په خواشينۍ سره ويلی شو چې ځينې لوی غوښتونکي هېوادونه دځينو هېوادو پرمختيايې خوځښت نه شي زغملی او دپرديو دشتمنيو دترلاسه کولو په خاطر دمختلفو لارو څخه په کار اخيستنې سره نوی پلميزې لاس وهني کوي چې دهېوادونو خپلواکي زيانمنوي او دنويو مستعمراتي هڅو له لارې خپل پلوي واکمنان په واک ګماري، ترڅو د هغوی له لارې خپلې ناوړه ګټې خوندي وساتي. دې چارې ته درسېدو له پاره دوخت شوروي اتحاد هم لمن ووهله او زموږ په هېواد کې يې تېري کوونکي نيلی وځغلاوه خو دهېواد دمېړني او مجاهد ولس  ورته د انګريزانو په څېر مناسب سبق ورکړ او د يوې شرم ناکې ماتې په زغملو سره داسې دړې وړې شو چې ټوله نړۍ ورته حيرانه پاتې شوه. د نړۍ نورو زبرځواکونو چې انګرېزانو ورته د خپلې تاريخي ماتې سمه او پوره قصه نه وه کړې يو ځل بيا په ډېره سپين سترګۍ سره زموږ په هېواد تيری وکړو او اشغالګر ځواکونه د ايتلافي ځواکونو ترنامه لاندې راغلل هڅه يې وکړه چې د را تپل شويو واکمنانو له لارې په افغانستان کې تر اوږد مهاله اشغالګر ځواکونه پاتې شي ترڅو د اشغالګرو ځواکونو له لارې دخپلو پلويانو څخه د ملاتړ ترڅنګ په سيمه کې خپلې ګټې خوندي وساتي خو دهېواد د اسلامي امارت مجاهدينو دنړيوالو تېري کوونکو زبرځواکونو اشغال ونه شو زغملی او دهېواد په مختلفو سيموکې يې پر اشغالګرو ځواکونو حملې پيل کړې د اسلامي امارت مجاهدينو چې د اشغالګرو په وړاندې دهېڅ ډول مرګ  ژوبلې څخه مخ نه ګرځاوه، وتوانېدل چې د دښمن سره د سختې جګړې ترڅنګ هېوادوال يو موټی کړي او د اشغالګرو په وړاندې داسې جګړه وکړي چې اوس ورباندې د هېواد هروګړی

وياړي.

هو، همداسې وشوه هېوادوالو د اسلامي امارت دمجاهدينو ليکې پياوړې کړې د هېواد په هغو ځايونو کې چې بهرني پوځي ځواکونه مېشت و مرګوني ګوزارونه وکړل او جګړې ته يې ترهغې دوام ورکړ چې دسولې خبرو ته اړشول اشغالګرو  پوهېدل چې د افغان مجاهد ولس سره په جګړه کې بری ناشونی دی نوځکه يې په دوحه کې هوکړه ليک لاس ليک کړو ژمنه يې وکړه چې اشغال ته دپای ټکی ږدي اوله هېواده به ټول بهرني پوځونه خپلو هېوادوته ستنېږي د دوحې د پرېکړه ليک له مخې بهرني پوځونه له هېواده ووتل خو د اشغالګرو ناوړه هڅې او شوم تبليغات لا اوس هم پای ته نه دی رسېدلی هغوی هڅه کوي چې د اسلامي امارت په وړاندې مختلفې ستونزې را پيدا کړي څو دهېوادوالو دهوساينې خنډ وګرځي خو اسلامي امارت دهرې ورځې په تېرېدو سره د را پاتې شويو ستونزو په رغاونه برلاسي مومي که خدای(ج) کول ډېر ژربه د هېوادوالو له پاره د ژوند آسانتياوې برابرې شي. هېوادوال چې دتاريخ په اوږدوکې دمختلفو تېري کوونکو جګړو په وړاندې د زغم او حوصله څخه کار اخيستی اوس هم دهرې ستونزې په وړاندې خپله حوصلی له لاسه نه ورکوي ځکه چې خپلواکي په آسانۍ نه ترلاسه کېږي د خپلواکۍ ترلاسه کول او ساتل دستونزو او کړاونو سره مل وي خو راتلونکي يې بيا دخوند او هوساينې څخه لرې نه وي. په دې تمه چې په ستونزو برلاسي شو او د اوسني او تيرو پرله پسي خپلواکيو ترلاسه کول تېري کوونکو هېوادونو ته د عبرت درس وګرځي او دلاس وهنې پرځای زموږ دجګړو ځپلو هېوادوالو سره دښو اړيکو په ټينګولو کې مرسته وکړي ترهغه چې په سيمه اونړۍ کې دهميشنۍ سولې دټينګښت لامل وګرځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *