افغانستان

میدان‌وردګ کې یوه کس په ۵۵ زره ډالرو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په جغتو ولسوالي کې په شخصي لګښت د «بیدموشک» منځیني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او نن ګټې‌ اخیستنې ته وسپارل شوه.

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په جغتو ولسوالي کې په شخصي لګښت د «بیدموشک» منځیني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او نن ګټې‌ اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رییس محمدعثمان حریت د یادې ودانۍ پرانېست‌غونډې ته وویل، دغه ښوونځی لس درسي خونې، اداري خونه او تشنابونه لري.

د حریت په وینا، د یاد ښوونځي ودانۍ د شپږو میاشتو په ترڅ کې د ۵۵زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې او سلګونه زده‌کوونکو ته د لیک‌لوست خوندي چاپيریال برابره شوی دی.

د جغتو ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دې چې په دغه ولسوالي کې منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

دوي ټینګار کوي چې پوهنې وزارت ته باید میدان‌‌وردګ کې هغه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي چې اوس مهال زده کوونکي یې له پراخو   ستونزو سره تر شنه اسمان لاندې په لیک‌لوست بوخت دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *