افغانستان

د کونړ- نورستان پر لویه لاره د ګوردر پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د نورستان د ټولګټو چارو ریاست مسؤلین وايي، چې د کونړ- نورستان په لویه لاره د واما ولسوالۍ اړوند ګوردر پل د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نورستان د ټولګټو چارو ریاست مسؤلین وايي، چې د کونړ- نورستان په لویه لاره د واما ولسوالۍ اړوند ګوردر پل د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دغه مراسمو کې مرستیال والي مولوی فیصل مختار په ګډون د ټولګټو چارو رئیس احمد نبي عادل او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

د نورستان د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمد نبي عادل د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه پل ۲۶ متره اوږدوالی، ۴،۹ متره پلنوالی, ۵ متره لوړوالی او ۱۳۳۰ متره مربع استنادي دېوال لري، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د متحد صافي ساختماني شرکت له خوا جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه پل کونړ ولایت له نورستان ولایت سره نښلوي او په جوړېدو سره یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې لرې شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *