افغانستان

په هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د استقلال په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، پیل شوې.

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د استقلال په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، پیل شوې.

د سیالیو په الف ګروپ کې اشنا، پښتون، ګرشک، طوفان او مسلم لوبډلې او په بي ګروپ کې ګرشک زلمیان، میوند، اریانا، هلمندي ځوانان او بدري لوبډلې شاملې دي.

یادې ۱۵ اوریزې سیالۍ چې د ګرشک ولسوالۍ په ګنج لوبغالي کې ترسره کېږي، پنځه ویشت ورځې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اریانا او میوند لوبډلې سره مخ شوې، چې پچه اریانا لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. اریانا لوبډلې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې ۲۴۸ منډې هدف وټاکه، چې د مقابلې لوبډلې په ۶۹ منډو ټول لوبغاړي وسوځېدل او اریانا لومړۍ بریا په خپل نوم کړه.  په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ۱۵ ورځنۍ سیالۍ د نوروز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *