افغانستان

بغلان کې ۵۰۰ بزګرو سره د کیمیاوي سرې او غنمو مرسته وشوه

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د خوړو او کرنې د بین المللي سازمان په مالي مرسته د اکتید مؤسسې له لوري د دې ولایت ۵۰۰ بزګرو سره د غنمو او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د خوړو او کرنې د بین المللي سازمان په مالي مرسته د اکتید مؤسسې له لوري د دې ولایت ۵۰۰ بزګرو سره د غنمو او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د بغلان، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو د برخې مسؤل ولي امرخېل وايي، چې د دې ریاست په همغږۍ د خوړو او کرنې د بین المللي سازمان په مالي مرسته د اکتید مؤسسې له لوري د دې ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې له ۵۰۰ بزګرو سره د غنمو اوکیمیاوي سرې مرسته وشوه.
امرخېل زیاته کړه، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي کرنیز تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو ډیپي سره ووېشل شوه.
محمد میر او شاه ولي دوه هغه بزګر وو چې دغه مرستې یې تر لاسه کړې دي، وايي، چې اړونده بنسټونه، کرنې ریاست او سیمه ییز حکومت باید په دغه ولایت کې نور هم د کرنې د ودې او ملاتړ په موخه بزګرو سره مرستې وکړي او په لویه کچه د کرنې د میکانیزه کولو لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي څو حاصلات لوړ او کورني تولیدات زیات شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *