اجتماعی

د سالنګونو بېا رغونه!

واېې چې له سالم بدن څخه د سالم عقل او کړنو تمه کېږې، همدغه وینا په حکومت هم صدق کوې، کله چې یو حکومت له فساد پاک وې، چارواکې یې د ولس له منځه راټوکېدلې او د همدې ولس په دردونو پوه وې؛ نو هره چاره یې سمه او زخمونو ته مرهم وې.

واېې چې له سالم بدن څخه د سالم عقل او کړنو تمه کېږې، همدغه وینا په حکومت هم صدق کوې، کله چې یو حکومت له فساد پاک وې، چارواکې یې د ولس له منځه راټوکېدلې او د همدې ولس په دردونو پوه وې؛ نو هره چاره یې سمه او زخمونو ته مرهم وې.

په هېواد کې د اسلامې امارت له واکمنېدلو وروسته دا دی، یو ځل بېا افغانان ارامې شپې او ورځې تجربه کوې او د پرمختګ هیلې ورسره پیدا شوې؛ ځکه اوس د لویو پروژو بودیجې د چارواکو جیبونو ته نه ځې؛ بلکې د همدې ولس په ګټه مصرفېږې او د حکومت نهایې کوښښ دا دی چې وطن ښېراز او اباد شې.

دا چې افغانستان یو غرنی هېواد دی او نیږدې ټولې غرنۍ لارې یې په سړو سیمو کې دې، د واورو له درنو اورښتونو سره مخ وې او تل په کې ترافیکې حادثې پېښېږې؛ خو له زیاتو اورښتونو سره، سره د لویو لارو، فرعې سرکونو، پلونو او تونلونو خراب وضعیت بل هغه ستر لامل و، چې د موټر چلوونکو او مسافرو ژوند ته ستر ګواښ بلل کېده.

له دغو لارو څخه مشهوره لاره یې د سالنګونو لاره ده، چې که اوسنې حالت یې وکتل شې؛ نو زړه خوشحالوې؛ ولې په تېرو دوو لسیزو کې یاده لاره کنډ و کپر وه، هره ورځ په کې حادثه پېښېدله چې تر شا یې بده مرګژوبله هم درلودله او خلکو ته یې درانه مالې زیانونه اړول.

له دې پرته په یاده لاره باندې ځای، ځای زورواکې  هم مېشت وو، چې د خلکو په لوټلو، ځورولو او حتی وژلو یې درېغ نه کاوه؛ اما اوس له پوره ډاډ سره خلک په امن  تګ راتګ پرې کوې.

که اسلامې امارت له یوې خوا اشغال ختم کړ او افغان ولس ته یې د ازادۍ ستر ویاړ او نعمت ور وباښه؛ نو بل لور ته یې د یو غښتلې حکومت بنسټ هم کېښود، چې په ګڼو سترو پروژو یې علنی کار پیل کړ. په لومړنیو څو ورځو کې یې د کابل هواېې دګر او اړوند ټول وسایل چې بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ویجاړ کړې وو، بېرته ورغول.

د پرمختیاېې پروژو له ډلې یې په ټاپې، ټاپ او کاسا زر پروژو خبرې پیل کړې او دا امکان یې پیدا کړ، چې ۱۳۶۸ه ش کال کې طرح شوې ټاپې پروژې ته د تطبیق لاره هواره کړې.

ډېر ژر به په ګڼو سرحدې ولایتونو کې د ریل ګاډې د ټرانزیټې پټلیو د تېرېدلو شاهدان هم واوسو.نو حکومت په ډېر کم وخت کې د کابل ــ کندهار لویه لاره ورغوله او د مسافرو ستره ستونزه یې حل کړه. که پخوا مو له کندهاره کلات ته له غزنې، زابل او یا کندهار ته د شپې سفر نه شوای کولی اوس یې په ارامه توګه په روغو سرکونو کولۍ شئ.

دا ده یو بله تاریخې لاره هم ورغېده. د سالنګ لویه لار چې د سمندر له سطحې ۳۹۵۰ متره لوړه ده؛ د هندوکش په غرونو کې تېره شوې.

د سالنګ تونل د ۲.۷ کیلومتره اوږدوالې په درلودلو سره د افغانستان تر ټولو اوږد تونل دی، چې په ۱۳۳۷ ه ش کال کې یې د جوړولو چارې پیل او ۶ کاله وروسته په ۱۳۴۳    ه ش کال پای ته ورسېدې.

د یاد تونل ټول لګښت ۶۳۶ میلیونه امریکاېې ډالره دی.

د سالنګ تونل چې له ستر تجارتې او اقتصادې اهمیت څخه برخمن دی، ارتفاع یې ۵ متره او سور یې ۶ متره دی.

که چیرې د سالنګ تونل نه وای؛ نو تجارانو او پانګه والو به په ډېر کړاو خپل مالونه د افغانستان له شماله جنوبې  او ختیځو ولایتونو ته راوړل، چې بیې به یې هم ډیرې لوړې وای؛ خو همدغه تونل دی چې د هېواد د شمال او جنوب ترمنځ یې سوداګریزه لاره ۱۱۰ کیلومتره را لنډه کړې او په مرسته یې سوداګر د کال په څلورو فصلونو کې خوراکې او غیر خوراکې توکې د افغانستان ګوټ، ګوټ ته رسوې.د سالنګ لاره نه یوازې دا چې د افغانستان دوه وروستۍ ټوټې سره یوځای کوې؛ بلکې د مرکزې او جنوبې اسیا د وصل لاره هم ده، چې په مرسته یې د مرکزې اسیا هېوادونه د سمندر له احتیاجه خلاصېږې او کولی شې له دې لارې پېښور او بېا ان د کراچۍ له سمندر سره وصل شې. همداراز د جنوبې اسیا هېوادونه د سالنګ له لارې په کم لګښت وچه کې ایسارو هېوادونو ته خپل صادرات لېږلی شې.

د شوروې یرغل او کورنیو جګړو پر مهال د سالنګ لویې لارې ته زیات زیان واوښته؛ خو له هغې وروسته یې ځېنې برخې بېا ورغول شوې؛ خو د دوو لسیزو په تېرېدلو سره لا هم د سالنګ سرکونه د شاړې دښتې او ویالو په څېر وو؛ ځکه بېا رغونې او ساتنې ته یې لازم پام نه و؛ شوی. ولې  اسلامې امارت له خپل راتګ سره سم د سالنګونو بېا رغونه خپل لومړیتوب وګاڼه او ډېر ژر یې د دغې مهمې لارې په رغولو پیل وکړ، چې دا دی د حکومتولۍ په لومړنیو  کې یې د سالنګونو لارې او تونل په اساسې توګه ترمیم کړل.

باید وویل شې چې سالنګونه به وروستۍ پروژې نه وې؛ بلکې ډیر ژر به په ګڼو نورو ولایتونو کې هم مهمې لویې لارې بېا ورغول شې، چې د ځینو د ترمیم چارې یې پېل شوې هم دې.

له دې ورهاخوا به افغان ولس په سرحدې بندرونو او سیمو کې د سرکونو، پلونو او پراختیاېې پروژو پیلېدل هم ووینې.

لیکنه:ساجدالله عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *