سیاسی

زمونږ ملت د خپلواکۍ دترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي

د نړۍ يوشمېر هېوادونه د اسلامي امارت سره د توپيريز چلند پربنسټ پلمي لټوي نه غواړي چې نړيوال د اسلامي امارت سره د يپلوماتيکې اړيکې پياوړي او په ټوله کې د رسميت پېژندنې بهير پيل شي، هغوی چې د ديموکراسۍ او آزادۍ شعارونه ورکوي د اسلامي امارت په وړاندې داسې وړاندوېينې کوي چې دهېڅ يوه آزاد او خپلواک هېواد له پاره دمنلو وړنه وي. مناسبه به وي چې دا هېوادونه د نړيوالو منل شويو اصولو او قوانينو له مخې دبل هېواد په چارو له لاسوهنو لاس په سر شي ،ځکه پر بل هېواد دولتي جوړښت او د حکومتونو بڼه نه شي تپلي، دهر هېواد وګړي حق لري چې پخپله خوښه دحکومت بڼه او جوړښټ جوړ کړي.

د نړۍ يوشمېر هېوادونه د اسلامي امارت سره د توپيريز چلند پربنسټ پلمي لټوي نه غواړي چې نړيوال د اسلامي امارت سره د يپلوماتيکې اړيکې پياوړي او په ټوله کې د رسميت پېژندنې بهير پيل شي، هغوی چې د ديموکراسۍ او آزادۍ شعارونه ورکوي د اسلامي امارت په وړاندې داسې وړاندوېينې کوي چې دهېڅ يوه آزاد او خپلواک هېواد له پاره دمنلو وړنه وي. مناسبه به وي چې دا هېوادونه د نړيوالو منل شويو اصولو او قوانينو له مخې دبل هېواد په چارو له لاسوهنو لاس په سر شي ،ځکه پر بل هېواد دولتي جوړښت او د حکومتونو بڼه نه شي تپلي، دهر هېواد وګړي حق لري چې پخپله خوښه دحکومت بڼه او جوړښټ جوړ کړي.

لا هم دښمن او اشغالګر هېوادونه او د هغوی خلک د اسلامي امارت د لاسته راوړنو پر ضد ناوړه او له حقيقت څخه لرې تبليغات کوي،چې د اسلامي امارت لاس ته راوړنې نړيوالو ته بل ډول وښيي، خو اسلامي امارت چې په پوره حوصله مندۍ د دولتي چارو په سمون بوخت دی، د اشغالګرو د ناوړه تبليغاتو تر اثر لاندې نه راځي او د هغو ستونزو د هواري له پاره لارې لټوي چې د تېرو لاس پوڅو له خوا را پاتې دي. همدا اوس په اداري چاروکې د فساد جرړې په ټولېدو دي او د هغو نيمګړتياوو د رغاوني له پاره هڅې روانې دي چې د نيوکې ګوته ورته نيول کېږي.

همداوجهه ده چې ځينې هېوادونه دخپل واک او خپلواکۍ دترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي ترڅو دنورو هېوادو دفرمايشونو او مستعمراتي جوړښت څخه ځان وژغوري. افغان مجاهد ولس هم د تاريخ په اوږدوکې د نړۍ د تېري کوونکو ځواکونو په وړاندې داسي جګړه ييزې سرښندنې کړې چې هېڅ وخت يې تېري کوونکي ځواکونه نه شي هېرولی، مناسبه به وي چې نړيوال د اسلامي امارت په وړاندې د توپيريز چلند څخه لاس واخلي او د اسلامي امارت سره د مخامخ خبرو اترو له لارې ستونزې هوارې کړي. ځکه اسلامي امارت دواک له لومړۍ ورځې سره سم نړيوالو ته دښو اړيکو د ټينګښت وړانديز کړی. ډاډ يې ورکړی چې اسلامي امارت دټولو هېوادو سره د اړيکو پيوند له پاره آسانتياوې برابروي هڅه به وکړي چې دنړيوالو اصولو له مخې د متقابلو ګټو خونديتوب ته ژمن پاتې شي. اوس هم اسلامي امارت تياری لري چې د اندېښمنو هېوادو سره د امنيت دتامين په هکله ډاډ ورکړي ځکه چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې سراسري امنيت تامين کړی ترهګرې ډلې به ددی توان ونه لري چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونه دګواښ او يا دوېرې اچونې هڅې وکړي. ښه به وي چې هغه هېوادونوته چې په بهرکې د افغانستان د اسلامي امارت په هکله غونډه او کنفرانسونه جوړوي بايد پرېکړې او وړاندوينې يې بې پرې او په واقعيتونو ولاړې وي، ځکه پرته د اسلامي امارت د استازو څخه د اسلامي امارت له پآره فرمايشونه او يا دحکومت دجوړښت او کړو وړو له پاره لارښوونه به لاس ته راوړنې ونه لري ځکه اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو دپلي کېدو له پاره ډېری ستونزې ګاللي نه پرېږدي چې هېواد يې يوځل بيا دپرديو ترمستعمراتي لارښوونو لاندې راشي نوله دې کبله به هر ډول ستونزې وزغمي خو د اسلامي ارزښتونو خلاف هېڅ ډول فشارته غاړه کېنږدي. هغه هېوادونه چې په مختلفونومونو د اسلامي امارت په وړاندې ستونزې زيږوي بايد پوه شي چې د اسلامي امارت سره د ديپلوماتيکو اړيکو پيوند او رسميت پېژندنه به ورته ګټوره وي ځکه اسلامي امارت ددې توان لري چې په سيمه کې امنيت خوندي وساتي او دهېوادونو له پاره د را کړې ورکړې سوله ييزه لار هواره کړي. ډېری هېوادونه کولی شي چې په سوله ييزه توګه زموږ په هېواد کې پانګونه وکړي ځکه امنيت تامين شوی او هېڅ ډول دګواښ او وېرې اچونې څرک نه ليدل کېږي. ښه به وي چې د اسلامي امارت په وړاندې دناوړه اوبې ځايه تبليغاتو پرځای هغه لارې ولټول شي چې دسيمې اونړۍ په ګټه وي تمه ده چې په بهرکې د اسلامي امارت په وړاندې دغونډو جوړښت هغه چاره ومومي چې د اسلامي امارت باندې لګول شوي بنديزونه له منځه يوسي او دیپلوماتيکو اړيکو ته لار هواره کړي هرڅومره چې د اسلامي امارت په وړاندې ستونزې لټول کېږي هومره به دنړيوالو له پاره ستونزې رامنځ ته شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *