افغانستان
میدان وردګو کې د مجاهد په نوم ملي موزیم ته لرغوني آثار وسپارل شول
د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد له خوا ۵ قلمه لرغوني آثار مجاهد ملي موزیم ته وسپارل شول.
د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد له خوا ۵ قلمه لرغوني آثار مجاهد ملي موزیم ته وسپارل شول.
د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد وویل:«دغه اثار زموږ تېرتاریخ څرګندوی، باید راتلوونکو نسلونو ته وساتل شي».
نوموړي زیاته کړه، یاد موزیم ۲ برخې لري چې په یوه برخه کې یې لرغوني آثار ساتل کېږي او دوهمه برخه یې پوځي توکو ته ځانګړې شوې ده.
د یادونې وړده، چې وړمه ورځ هم د مولوي حبیب الله مجاهد له خوا یاد موزیم ته لسګونه پوځي توکي وسپارل شول.