افغانستان

افغاني سرې میاشتې هرات کې د زلزله ځپلو سیمو لپاره درې پڼډ غالي جوړ کړي

د افغاني سرې میاشتې سرپرست لوی رئیس مولوي مطیع الحق خالص د هرات ولایت اړوند زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلې سیمې ته لاړ او هلته یې زلزله ځپلو وګړو سره له نږدې لیدنه کړې.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست لوی رئیس مولوي مطیع الحق خالص د هرات ولایت اړوند زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلې سیمې ته لاړ او هلته یې زلزله ځپلو وګړو سره له نږدې لیدنه کړې.

مولوي مطیع الحق خالص د یاد سفر په لړ کې د زلزله ځپلو، بې سرپرسته او بې کوره وګړو د هستوګنې او ورته د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په پار درې پڼډ غالي جوړ کړي.

د یادو درېیو پڼډ غالو(نایب رافع پڼډ غالي، کشکک پڼډ غالي او سیا آب پڼډ غالي) د جوړښت چارې، چې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس په لاس پیل شوې، په کې به افغاني سره میاشت زلزله ځپلیو وګړو ته اړوند ټولې بشري اسانتیاوي چمتو کړي.  دغه راز نوموړي په یاد سفر کې په سیمه کې د یو شمېر خیریه بنسټونو له مسولینو سره لیدنې کړي او له هغوی څخه یې د زلزله ځپلو وګړو او کورنیو د لاسنیوي په برخه کې په لویه کچه د خدماتو هیله کړې.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د زلزله ځپلو او زیانمنو کورنیو او وګړو د ثبت او سروې پروسه له نږدې څارلې، ترڅو معلومه کړي، چې سیمه کې په کومه کچه بشري مرستو ته اړتیا ده او له نړیوالو بنسټونو څخه په کومه کچه د لاسنیوي او مرستې غوښتنه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *