افغانستان

د غوري سمنټو فابریکه د ټول هېواد 6 سلنه سمنټ تولیدوي

د بغلان د غوري سمنټو فابریکو مسؤلین وايي، چې د بغلان، کندز او تخار ولایتونو د اړتیا ۷۰ سلنه او د ټول هېواد ۶ سلنه سمنټ تولیدوي او هڅې دادي چې د تولید کچه لوړه شي.

د بغلان د غوري سمنټو فابریکو مسؤلین وايي، چې د بغلان، کندز او تخار ولایتونو د اړتیا ۷۰ سلنه او د ټول هېواد ۶ سلنه سمنټ تولیدوي او هڅې دادي چې د تولید کچه لوړه شي.
د بغلان د غوري سمنټو فابریکې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي، چې د دې فابریکې د سمنټ د پلور قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره شوی او په ورځني ډول له ۱۰ زره تر ۲۰ زره بوجیو پورې سمنټ یې په بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې پلورل کېږي.
د غوري سمنټو فابریکې کارکوونکي محمد یوسف او حکیم شینواری وايي، چې په دې وروستیو کې یې د غوري سمنټو فابریکو ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې ورسره د تولید کچه لوړه شوې، د فابریکو بیارغونې ته لومړیتوب ورکول شوی او دغه راز د کارکوونکو معاشونه هم پر وخت اجرا کېږي.
د بغلان غوري سمنټو لومړۍ فابریکه چې په ۱۳۳۸ لمریز کال کې د هغه وخت د چک سلواکیې هېواد په همکارۍ، په څلورویشت ساعتونوکې یې د ۴۰۰ ټنه د تولید ظرفیت سره پیل شوه او په ۱۳۴۱ کې یې عملاً تولیدي فعالیت د غوري سمنټ د ۴۰۰ پورتلند مارک او لوړ کیفیت سره پیل کړ، اوس هم د ټول هېواد د اړتیا وړ ۶ سلنه سیمڼت تولیدوي چې د غوري سمنټو د دوهمې فابریکې ودانیز کار په ۱۳۶۵ لمریز کال کې د چک سلواکیې هېواد په همکارۍ پیل شو، خو په هېواد کې د نا امنۍ له امله د چک سلواکیې کارپوهان خپل هېواد ته ستانۀ شول او د دې فابریکې ودانیزکارونه نا تکمیله پاتې شول. په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د چک، هندوستان او اوکراین د هېوادونو انجینرانو په همکارۍ د دواړو فابریکو پاتې ودانیزکارونه په ۱۳۹۱ کال کې بشپړ شول، چې اوس مهال دواړه فابریکې په عادي ډول سمنټ تولیدوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *