اجتماعی

د درمل جوړولو په برخه کې کیفیت ته پاملرنه یو لومړیتوب دی

په هېواد کې دننه هرډول پانګونه او دصنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پردې بنسټ د هېواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي،

په هېواد کې دننه هرډول پانګونه او دصنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پردې بنسټ د هېواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي، ځکه په ټولیزه توګه په هېواد کې د درمل جوړولو او ترڅنګ یې دمختلفو څیزونو د تولیدي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي، همداراز دې ټکي تو مو هم باید پام وي چې اقتصــادي آزادي د هيواد د ټولو پانګه والو مسئوليت او دنده ده، څــو د هېواد اقتصاد پر پښــو و دروي او د اقتصــادي پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې وکړي. اوس مهال له شک پرته افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري، چې په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسئول ارگانونه دنده لري چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرني پانگه وال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخه کې پانگونه وکړي، په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت هم دی چې د امنیتي مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړي ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونې وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلي، پردې بنسټ اوس مهال په ځانګړي توګه د هېواد ملي پانګه وال باید د ملي او هېوادني سپیڅلي احساس له مخې په هېواد کې دننه په مختلفو برخوکې پانګونې وکړي، یعنې د یوسالم رقابت په اساس د هېوادوالو د لومړیتوبونو په نظرکې نیولو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو څیزونو د تولیداتو سترې او کوچنئ فابریکې او کارخانې جوړې کړي ترڅو په هراړخیز ډول د هېوادوالو د اړتیا وړ څیزونه په هېواد کې دننه تولید اود خلکو د استفادې وړ وګرځي، له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې د خــوړو او درملــو ملــي ادارې مســئولینو ویلي؛ چــې د مګړۍ په هېــواد کــې د درملــو د تولید څه باندې ۱۰۰ کارخونــې فعالــې دي، او دغه کارخونې د څــه باندې ۶۵۰ قلمه درملو د تولید ظرفیت لري. په همدې حال کــې د درملو ملي ټولنې هم ویـلـي، چې په هېواد کې د تولیدي درملو د کارولو لپاره باید د دغو درملو بیه راټیټه شي او د درملو ټول اړین تجهیــزات باید په هېواد کې دننه تولید شي.

ورته مهال د درملو د تولید کارخونو یو شــمېر مســئولان بیا د اســلامي امــارت له چارواکو غــواړي، چې د درملو د تولیــد په برخه کې ځان بســیاینې ته د رســېدو لپاره دې په هېواد کــې د درملو له قاچاق څخه مخنیوی وکړي.

له شک پرته چې په هېواد کې د ننه د ۶۵۰ قلمه درملو د تولید ظرفیت شتون یو ډیرښه خبر او زیری دی، په دې شرط چې یاد درمل د کیفیت له پلوه هم ښه او په معیارونو برابر وي.

البته لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه چې دمګړۍ په هېواد کې د درملــو د تولید څه باندې ۱۰۰ کارخونــې فعالــې دي، دا واقعاً د درمل جوړلو په برخه کې د قدرمنو پانګه والو د ښې پانګونې څرګندونه کوي، پاک الله (ج) دې زمونږ دغه پانګه والوته ددې توان او توفیق په نصیب کړي چې تل غوره او باکیفیته درمل جوړ او د هېوادوالو د استفادې په موخه یې وړاندې کړي، ځکه نن سبا په ټوله کې د هېواد په کچه خلک د بې کیفته درملو له شتون څخه شکایت لري ځکه کوم درمل چې دوئ  پیري او د پام وړ پیسې پرې لګوي، خو د ټیټ او خراب کیفیت له امله ناروغانو ته هیڅ ګټه نه رسوي، برعکس د دوئ د ناروغۍ تکلیف په خپل حال پاتې کېږي او ورځ تربلې یې وضعیت لا هم خرابیږي، چې په دې لړ کې هغه هیودوال چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي او یاهم په دې بریالي شي چې په پور له چا څخه پیسې پیداکړي، نو خپل ناروغ به د درملنې په موخه له هېواده بهر ولیږدوي، خو هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي د داسې ناروغانو دې خدای(ج) مل شي، ځکه د داسې ناروغانو ژوند بیا له مرګونې ګواښ سره مخامخ کېږي. نو واقعاً په هېواد کې د باکیفیته درملو جوړولو کارخونو جوړیدل ډیره غوره او مناسب اقدام دی.بناً د هېواد په ګوټ ګوټ کې د درمل جوړولو کارخونو د جوړولو ترڅنګ، نور دهرډول څیزونو د تولیدي کارخانو او فابریکو جوړیدل په حقیقت کې غوره اقدام بلل کېږي، ځکه چې دغه فابریکې او کارخانې خلکو ته د کاري زمینې پر برابرولو سربیره د هېواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري، همداراز په هېواد کې دننه دهر راز صنعتي او تولیدي کارخانو او فابریکو جوړول  په کوردننه د هېوادوالو د اړتیاوړ څیزونو د برابرولو ترڅنګ په ټولیزه توګه د ګران هېواد په اقتصادي ودې او پرمختګ کې هم ګټور ارزښت لري او هم هېواد له وارداتي حالت څخه صادراتي حالت ته ور اړوي، په دي هیله چې د افغانستان اسلامي امارت لاهم کورني او بهرني پانګه وال په هېواد کي دننه پانګونې ته وهڅوي او د امنیتی مصئونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه  په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی.

دیادونې وړه ده چې د هېواد قدرمن پانګه وال او ملي سوداګر باید دهېواد په بیلابیلو ولایتونو کې هم د درمل جوړولو د کارخونو اوهم د نورو ډول ډول څیزونو د تولیدي فابریکو او کارخانو پرفعالولو پانګونه وکړي ترڅو له یوه پلوه دهېواد بې کارو او بې روزګارو هېوادوالوته په کې د سالم کار او روزګار زمینه برابره شي او له بل پلوه په دغه تولیدي او صنعتي کارخانو او فابریکو کې د باکیفیته تولیداتو پر مټ د هېوادوالو اړتیاوې هم په مناسبو وختونو کې پوره شي.

شاه محمود درویش

 

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *