اجتماعی

د ډول ډول میوو د بڼونو جوړول ورځ تربلې پراختیا مومي

په هېواد کې د کرنې، زراعت او بڼوالۍ په برخه کې دلازمو امکاناتو دنه شتون له کبله واقعاً دهېواد بزگران، بڼوال او حتا مالدارله یولړ ستونزو سره مخامخ دي چې ددغې برخې د پرمختگ او غوړیدا له پاره د قدرمنو سو داگرو او پانگه والو هراړخیزې پانگونې ته ډیره اړتیا لیدل کېږي اوپه دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت او قدرمنو پانگوالو پاملرنه حتمي او ضروري ده،

په هېواد کې د کرنې، زراعت او بڼوالۍ په برخه کې دلازمو امکاناتو دنه شتون له کبله واقعاً دهېواد بزگران، بڼوال او حتا مالدارله یولړ ستونزو سره مخامخ دي چې ددغې برخې د پرمختگ او غوړیدا له پاره د قدرمنو سو داگرو او پانگه والو هراړخیزې پانگونې ته ډیره اړتیا لیدل کېږي اوپه دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت او قدرمنو پانگوالو پاملرنه حتمي او ضروري ده،

په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د بڼونوجوړولو او پراختیاته یوڅه پاملرنه ورزیاته شوې ده، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د خوست د کرنــې اوبولګولو او مالدارۍ رياست د مسوولینو له قوله ویل شوي، چې په دې ولايــت کې د سټروسوبڼونو د پراختیا د سټروسو ۱۰ بڼونه او پنځه شنې خونې جوړیږي، په دغه ولایت کې د ستروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې ایښي دي او یاد سټروسو بڼونه یې جوړ کړي دي، د یاد ولایت د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا؛ یاد بڼونه د تودوخې د کنټرول، د اکسیجن د تولید او همدارنګه د خاورې د تخریک د مخنیوی په برخه کې خورا رغنده رول لوبوي او همدارنګه نوموړي بڼونه د بزګرانو لپاره د عاید د ترلاسه کولوغوره سرچینه ده، ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم ویلي چې هلې ځلې کوي، څو د هېواد په کچه بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي، چې په ډیره لنډه موده کې میوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، ترڅو د بڼوالۍ محصولات ډیر او د بڼوالو عواید زیات شي.

له شک پرته چې په ټوله کې په هېواد کې د ډول ډول میوو د بڼونو جوړول او ددغې برخې وده او پراخیتا یو غوره اقدام دي او افغان ولس هم د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت له اړوندو مسوولینو څخه ددې هیله او غوښتنه لري چې د هېواد د هر ولایت اقیلم ته په پاملرنې سره په مناسب ډول د مختلفو میو بڼونه جوړ، وده او پراختیا ورکړي، ترڅو قدرمن بزګران په خپلو مځکو کې د مخدره توکو د غیر مشروع کرکیلې پرځای د ډول ډول میوو باغونه جوړ او په حلال ډول ترينه لازمه ګټه ترلاسه کړي، همداراز ترڅنګ یې ددې غوښتنه هم کوي چې د دولت اړوند ارګانونه باید دهېواد د بڼوالو د میوو لپاره دکال په مختلفو موسمونو کې په سیمه ییزه او نړيواله کچه بازار موندنه هم وکړي ترڅو چې د هېواد  د بڼوالو وچې او تازه میوې په مناسبو وختونو کې له هېواد څخه بهر صادراو په ښه بیه وپلورل شي چې له امله یې د هېواد د قدرمنو بڼوالو د اقتصادي بډاینې ترڅنګ د ګران هېواد اقتصاد هم وده او پرمختګ وکړي .

همداراز ددې ټکي یادونه هم اړینه ده چې په هېواد کې په ټولیزه توګه د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول باید په حقیقت کې د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو د کاری لومړیتوبونو په سرکې ځای ولري، البته سره له دې چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او اړوندو مسوولو چارواکو د هېواد د کرنې د پراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې تریوحده پروگرامونه طرحه او پلی کړي خو بسنه نه کوي، اړینه ده چې لاهم په دی برخه کې هڅه وشي چې د نړۍ د مرستندویو هېوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې راجلب ا ود یوسالم او منظم پروگرام له مخې یې دهېواد دکرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هېواد کې د موجودو اوبو د ښه مدیریت کولو پرچارو ولگوي چې پرمټ یې له یوې خوا د خلکو د بوختیاوو او له بل پلوه د هېواد د کمزوري اقتصاد د ودې او پرمختګ له پاره زمینه برابره شي.

البته دا هم واقعیت دی چې د افغانستان کابو اتیا سلنه خلک پرکرنیزو چارو بوخت دي، خو داوبو، سربندونو، کانالونو او پرمختلفوکرنیزو وسایلو دکموالي له امله نه دي توانیدلي چې دغلو دانو له پلوه دا هېواد پرځان بسیاکړي، دیادولو وړده چې زموږ په هېواد  کې له شک پرته بیکاري او بې روزگاري هم هغه  ستونزه ده چې ډیری هېوادوال ورسره لاس او گریوان دی چې ددغې ستونزې د مخنیوی له پاره هم د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسوول ارگانونه باید د نورو چارو ترڅنگ په هېواد کی دکرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د سکتور هراړخیزې ودې ته لا ډیرپام ورواړوي او هم دې په هېواد کې د موجودو اوبو دښه مدیریت کولو په اړوند لازم تدابیرونیسي، چې په ټولیزه توگه په دغه بهیرکې گڼ شمیر هېوادوالو ته دهمیشني کاراوسالم روزگار زمینه برابره شي او دوئ ټول په کوردننه بوخت شي چې له امله یې د کرنیزو محصولاتو او غلو دانو په برخه کی جگړه ځپلی افغانستان ډیر ژر خود کفا  او له هره پلوه هم پرځان متکي او د بهرنیو له احتیاج څخه ژر تر ژره او د تل لپاره وژغورل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *