اجتماعی

دژمي یخ او ترینګلی موسم د مختلفو ناروغیو سبب کېږي

حیا ت الله حلیم ژمي له هرې خوا د ناروغیو موسم دی ځکه په دغه موسم کې نسبت دکال نورو موسمونوته هوا د مختلفو کاربني ګازاتو له وجې ډیره ککړیږي او له بل پلوه د انسان د بدن مقاومت هم په دغه موسم کې کمیږي چې په نتیجه کې مختلف وایرسونه د انسان بدن ته دا خلېږي او ژر پرې اغیزکولای شي ، ژمنۍ ناروغۍ اکثره ذکام ، توخی ، سینه بغل (بغل درد ) او قلنج دي خوله دې ورتیرژمنۍ

 

حیا ت الله حلیم

ژمي له هرې خوا د ناروغیو موسم دی ځکه په دغه موسم کې نسبت دکال نورو موسمونوته هوا د مختلفو کاربني ګازاتو له وجې ډیره ککړیږي او له بل پلوه د انسان د بدن مقاومت هم په دغه موسم کې کمیږي چې په نتیجه کې مختلف وایرسونه د انسان بدن ته دا خلېږي او ژر پرې اغیزکولای شي ، ژمنۍ ناروغۍ اکثره ذکام ، توخی ، سینه بغل (بغل درد ) او قلنج دي خوله دې ورتیرژمنۍ ترټولوسختې اوخطرناکې ناروغۍ ټوخی اوهغه تنفسي ناروغۍ دي چې د ککړې هوا د تنفس او یخنۍ له وجې را منځ ته کیږي اوپه لسگونو نورو ناروغیو ته د انسان په وجود کې د فعالیت زمینه برابروي  ، په ژمي کې هوا ترینگلې سخته اومنجمده کیږي ځکه د موترو، فابریکو او د کورنیو بخاریو ددودونود انحلال قدرت په ځان کې نلري په تیره بیا دډبرو د سکرو دود چې د ژمي په موسم کې یې د ښارونوپه سرد کاربن ډای اکساید داسې توره خوپڼې جوړه کړې وي چې ترنیمې ورځې یې د لمرمخ پوښلی وي او له بلې خوا د ژمي په موسم کې مضرگازات چې کله هوا ته پورته کیږي اوهریو یې د ځمکې په اطراف یوځانگړی رویتي نازک قشرجوړوي چې په نتیجه کې د انسانانو اوحیواناتوتنفسي چاپیریال ککړوي او تنفسي ناروغۍ لکه د مخه چې وویل شول د لسگونو نورو ناروغیو مبدأ اوپیل ګڼل کیږي ، را منځ ته کوي

د ژمي په موسم کې چاپیریالي اوتنفسي هوا تربل هروخت زیاته ککړیږي ځکه تنفسي هوا دمختلفو مضرواو مفیدو گازاتومجموعه ده چې د ژمي په موسم کې مضرگازات د کثرت اوغلظت له مخې په مفیدوگازاتو زورور کیږي یا په بل عبارت مضر گازات لکه کاربن دای اکساید اوسلفر، له اکسیجن ، نایتروجن او ارگون سره یوځای کیږي اوپه قوي موجودیت د تنفس له لارې د انسان ششونو ته ځان رسوي اوځورونکې ناروغۍ را منځ ته کوي ، له تنفس پرته هم نشي کېدای  انسان مجبوردی تنفس وکړي ځکه تنفس د انسان اوحیوان هغه اړین ضرورت دی چې که غذا ونه خوري پنځه ورځې اوکه اوبه ونه چښي هم پنځه ورځې ژوندی پاته کېدای شي خوکه هوا تنفس نکړي ښایي پنځه دقیقې هم ژوند ونشي کړای چې له دې څخه د هوا اهمیت چې اکسیجن او نایتروجن یې مهم ترکیبي اجزا دي ښه معلومېدای شي ، که د تنفس د اهمیت په اړه یوگام نورهم پرمخ ولاړشو نوپه عادي حالت کې هرانسان په ورځ کې دری ځلې ډوډۍ خوري خوپه څلوروثانیوکې یوځل هوا چې (اکسیجن ) دی تنفس کوي او په ځواب کې یې سمدلاسه کاربن ډای اکساید یا هغه هوا چې ششونه یې پاک کړي وي ، خارجوي ، چې دغه عملیه په هره دقیقه کې شپاړس ځلې او په هرسات کې ۹۶۰ ځلې او په هرو څلورویشت ساعتوکې درویشت زره څلوېښت ځلې تکرایږي .

دهوا ککړتیا په هره ژوندي جسم ناوړه اغیز کوي ٬ دملگرو ملتونود سازمان د رپوټ په حواله هره ورځ څلورزره ماشومان د ککړې هوا له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي او دهمدغه سازمان د رپوت په حواله په کال دری میلیونه بالغ کسان هم د ککړې هوا له لاسه مري چې ۹۰ سلنه د ککړې هوا له دې قربانیانو څخه په پرمختلفو هېوادونو کې دي چې ددې مړینې عمده عوامل نفس تنگي ، برانشیټ ٬ د زړه حملې او همدارنگه مختلفې تنفسي آلرژي ګانې دي

له لویه سره د هوا ککړتیا په عامه توگه یوه نړیواله ستونزه ده چې په وقایوي ډول د بشپړ کنترول توان یې له هیڅ هېواد سره هم نشته  نوهرچاته لازمه ده چې پخپله د خپل ځان داکتر واوسي او خپل ځان اود کورنۍ نورغړي د ککړې هوا له ناوړه اغیزڅخه پخپله بچ وساتي .

نو راځئ  له خپل ځان او خپلې کورنۍ سره مرسته وکړو څوخپل دژوند چاپیریال که کوردی یا ښار په خپله پاک وساتو، ډیره ساده اوآسانه خبره ده چې څنگه یې پاک وساتو ٬ دهغه څه له استعمال اود کور د تودخې لپاره یې دسون څخه ډ ډه وکړو چې اړتیا ورته نه وي، زیات کاربن ډای اکساید تولیدوي اوچاپیریال ککړوي ، همدا اوس چې د ژمي د موسم پیل دی اوهرسهارچې د باندې را ووځو هوا داسې گردجنه ، دودجنه او کرکجنه وي چې د بیرې ورته کتل کېدای نشي ، طبعي ده چې دا هوا موږ په خپله ککړوو او له ناچارې یې تنفس کوو هم اوهغه مضر گازات چې له هوا سره گډ شوي دي له ناچارې زموږ د تنفس له لارې زموږ ششونو ته هم داخلېږی .

خودعاجل وقایوي تدابیرو په ترڅ کې دا کېدای شي چې که مونور وس نه رسیږي هغه ماسکونه چې په بازار کې خرڅیږي هغه خپلې خولې اوسوږموته ورواغوندو٬ ځکه د هغه په واسطه هم تریوه بریده د تنفس له لارې بدن د مضرو گازاتو د ننوتو مخنیوی کېدای شي .د خپلو خبرو په وروستیو کې د ژوند له چاپیریال څخه تعریف لروهغه داچې : دژوند چاپیریال عبارت له هغه محل څخه دی چې هلته اوبو،  ځمکې او مناسبې هوا  د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو د ژوند لپاره زمینه برابره کړې وي کاینات خود ډیروسیارومجموعه ده چې ځمکه یې هم یو جزدی خوهلته امکاناتو د نشتوالي له امله د انسانانواو حیواناتو د ژوند لپاره مناسب چاپیریال نشته نو ځکه هلته ژوندون ګران دی .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *