افغانستان

د روان کال لړم مياشت کې څه‌باندې ۲۲۷ میلیون ډالر صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د لړم مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۷.۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۶۸۱.۵ميليون ډالر ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په لړم مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۰۱.۱ میلیون ډالر ته رسید، چې د روان کال د لړم مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۶ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.
همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۱۳۸.۱ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال د لړم مياشتې کې ۴۵۶.۶ میلیون ډالره کموالی ښيي.
د ۱۴۰۲ کال په لړم مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او چین هېوادونو ته شوي او د ۱۴۰۱ کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته وو.
همدا ډول د ۱۴۰۱ کال په لړم مياشت کې ترټولو زيات واردات له پاکستان، ایران او چین هېوادونو څخه وو او د روان کال په لړم مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او متحده عربي اماراتو څخه ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *