جهان

پاکستان د چین په پولي واحد له روسیې تېلو پېرلي

د پاکستان د پېټرولیم وزیر مصدق ملک رویټریز خبري اژانس ته وېیلي چې حکومت یې له روسیې اومه تېل د چین په کرنسۍ (پولي واحد) ‹یوان› پېرلي دي.

د پاکستان د پېټرولیم وزیر مصدق ملک رویټریز خبري اژانس ته وېیلي چې حکومت یې له روسیې اومه تېل د چین په کرنسۍ (پولي واحد) ‹یوان› پېرلي دي. دا ګام د پاکستان حکومت یوه مهمه پرېکړې بلل شوې. له روسیې په ټیټه بیه د اومه تېلو پېرل د پاکستان بحران ځپلي اقتصاد او انفلاسیون ځپلو خلکو ته څه ناڅه اسانتیا ګڼل کېږي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ادعا کړې چې په دې ډول ورته د روسیې تېل د نړیوال بازار د بیو په پرتله هر بېرل ۱‍۵ ډالر ارزانه پریوځي. پاکستان د تادیاتو د توازن له ستونزې او د بهرنیو پورونو له امله د دیوالي کېدو له خطر سره مخ دی. د دغه هېواد له مرکزي بانک سره اوس دومره بهرني اسعار هم نه دي پاتې چې د یوې میاشتې لپاره د اړتیا وړ واردات پرې وکړي. د پاکستان او روسیې د تېلو هوکړه د روان کال پیل کې شوې وه او لومړۍ جوپه یې تېره اوونۍ کراچۍ بندر ته ورسېده. له روسیې سره دا تړون د ۱۰۰ زره ټنه اومه تېلو د پېرلو لپاره شوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *