اخبارافغانستان

په بلخ ولایت کې ځوانانوته په وړیاتوګه دزده ګړو زمینه برابره شوی ده

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت لخوا ځوانانو ته په وړیا توګه د عصري زده کړو زمینه برابره شوې ده؛ دغه مرکز څخه تر ۲۰۰۰ زرو څخه زيات ځوانان فارغ شوي دي

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس الحاج مولوي ذبيح الله نوراني وايي چې د دغه رياست دروازه د ځوانانو پر مخ خلاصه ده او ځوانان کولي شي چې په وړيا ټوګه د فریلانسینګ، کمپیوټر زدکړه، انګلیسي او بېلابېلو حرفوي زدکړې وکړي. د ښاغلي نوراني په وينا تراوسه پوري تر ۲ زره ځوانانو څخه زيات د يادو برخو  څخه فارغ شوي او ۵ سوه نور اوسمهال په زدکړو بوخت دي.

د بلخ ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر سلطان توخي وايي چې د دغه آمريت د ښونيز مرکز له وینا فن څانګې  د دوو مياشتنيو زده کړو څخه ٤٥ تنو فارغ شول. د ښاغلي توخي په وينا په تیر یوه کال کې تر دوه زره ډېر ځوانان په بېلابېلو برخو کې په وړیا توګه د دغه مرکز څخه فارغ شوي او تر پنځه سوو څخه زيات باندې پنځه سوه څخه زيات دمګرۍ په زدکړو بوخت دي.

ښاغلي توخي وايي چې ځوانانو ته د کار زمينې برابرولو په موخه د فريلانسينګ پرګرام ترسره کړئ چی اوسمهال ګڼ شمير ځوانان د دغه لاري په آنان کار او بار بوخت دي.

په همدې حال کې د ځوانانو چارو آمريت ښونیز مرکز د بيان فن څخه تازه فارغ شوي ځوانان پداسې حال کې چې د دغه ډول پرګرامونو ترسره کول اړين يادوي او د ورته ښوونيزو پروګرامونو په ترسره کولو تنګار کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *