افغانستان

د کابل ښار اړوند د خیرخانې کوتل سړک د لومړي پوړ قیر کولو چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

د خیرخانې کوتل سړک د لومړي پوړ قیر چارې ( بیندرکورس) له سرای شمالي چوک سره تر نښلولو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.

د خیرخانې کوتل سړک د لومړي پوړ قیر چارې ( بیندرکورس) له سرای شمالي چوک سره تر نښلولو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د کابل ښاروالۍ د هڅو په پایله کې؛ د خیرخانې کوتل سړک لومړي پوړ قیر چارې ( بیندرکورس) د کوتل له بازار څخه تر سرای شمالي چوک پورې بشپړې او
د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو رئیس انجینر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل چې د دغه سړک د لومړي پوړ د قیر کولو چارې چې، ۳زره ۷۱۰ متره اوږدوالی او ۲۷متره سور لري، په دوو لیکو کې بشپړې شوې او د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته به د دویمې او درېیمې طبقې قیر چارې ترسره شي.
ناصري زیاته کړه، چې په دې پروژه کې د لښتیو،پلچکونو، استنادي دېوالونو، تمځایونو، ګلدانونو جوړول او د یوه معياري سړک ټول جزئيات شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د پرورژې د کار د کيفيت د تضمین په موخه، په بېلابېلو پړاوونو کې فني او تخنيکي څارنې ترسره کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *