اجتماعی

د نفتي څاګانو پرفعالیدو کاري بوختیاوې هم رامنځته کېږي

د سرښندونکو افغانانو پلارنی ټاټوبی سرلوړی افغانستان د رب العالمین د پیرزوینې له مخې د طبیعي زیرمو له پلوه واقعاً یو بډایه هېواد دی، چې له دغه پاک الله (ج) راکړیو زیرمو څخه باید د ملي شتمنیو په توګه استفاده وشي او له غیر قانوني کیندنو او استخراج څخه یې باید په جدي توګه مخنیوی وشي ځکه چې دا ملي شتمني ده او ټول ولس په کې حق لري، بنآ په ټوله کې دهېواد د کانونو او طبیعۍ زیرمو را ایستل دهېواد د اقتصاد په وده او پرمختیا کې له شک پرته چې ښې او ګټورې اغیزې درلودلی شي، چې همدې اصل ته په کتو د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه په هېواد کې د ځینو کانونو او طبیعي زیرمو د استخراج چارې پیل شوي دي، لکه څنګه چې څه موده وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د قشقري تاسیساتو د نفتو له څاه ګانو څخه د نفتو د استخراج د لومړنیو چارو پرانیسته کړې وه. چې د یادو تاسیساتو د پرانیستلو پرمهال نوموړي ویلي وو، چې د سرپل قشقري نفت د هېواد د اقتصاد مهمه سرچینه ده او له دې سرچینې څخه به د هېواد په آبادۍ کې کار واخیستل شي.

له نیکه مرغه د کانونو او پترولیم وزارت ویاند په دې وروستیو کې ویلي، چې د آمو سیند نفتي حوزه کې اته نوې څاګانې پرانیستل شوې او رسمآ ترې نفت رایستنه پیل شوه، چې له دې سره آمو نفتي حوزه کې د فعالو څاګانو شمیر ۱۷ ته ورسید، چې په دې ولایت کې د نفتو د استخراج کچه تر اته سوه مترو هم لوړه شوه او په نږدې میاشتو کې به لس نورې څاګانې هم فعالې شي، چې د نفتو ایستنه او په هغه ولایت کې به کاري فرصتونه لازیات کړي.

هېره دې نه وي چې په دې پروژه کې تردې دمه ۵۵۰ کسانوته په مستقیمه توګه مزدوري پیداشوې او هیله ده چې نور وزګارکسان هم په روزګار شي.

د نظرخاوندانو په باور د معادن په برخه کې چې هرڅومره پانګونه ډیره شي، افغانستان به په چټک ډول خود کفاشي، د دوئ په باور نفتي معادن ددې ترڅنګ چې داخلي اړتیاوې پوره کوي، په هغه صورت کې چې  استخراج یې ډیرشي، افغانستان کولای شي بهر ته هم نفت صادر کړي.

البته دا واقعیت دی چې اوس مهال د اسلامي امارت بودجه په زیاته کچه ددې جوګه نه ده چې په هراړخیزه توګه د هېواد په کانونو، طبیعي زیرمو او هم ترڅنګ یې په سترو او کوچنیو پروژو کار پیل کړي خو دغه چارې د اسلامي امارت ترڅنګ د خصوصي پانګې اچونو په مرسته هم ترسره کیدای شي، بناً دې کارته باید پانګوال لا هم راجلب شي چې د ګڼو طبیعي زیرمو په راایستلو، د صنعتي فابریکو په جوړولو او بیارغاونې کار پیل کړي، چې په داسې بنسټیزو پروژو کې د کارپیل به مثبتې او ګټورې پایلې ولري ځکه هم به بیکاره هېوادوالو ته دکار زمینه او ښه شرایط برابرشي او هم به ددغه راز طبیعی زیرمو را ایستل دهېواد د اقتصاد په وده او پرمختیا کې ښې او ګټورې اغیزې ولري خوشرط دادی چې ټولې چارې یې باید په بشپړصداقت او روڼتیا پرمخ لاړې شي.

بنآ ددې ټکی یادونه هم ضروري ده، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې که چېری واقعاً په هراړخیزه توگه کورني او بهرني پانگه وال په بیلا بیلو برخو کې په کې پانگونې وکړي نو اړوندو لورو ته به هم بې له شکه چې بې گټې نه وي، ځکه چې افغانستان ډیرښه امکانات لري، یعني د طبیعي  زیرمو اوکانونو لکه، طلا، اوسپنې، مسو، تیلو، نفت، گازو اونورو قیمتي ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي چې په دې برخه کې واقعاً د اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لري چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخه کې پانگونه وکړي، خو د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو دنده اومسولیت هم دی چې دامنیتي مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه  په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړي ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونې وکړي او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلي.

البته داواقعیت دی چې په ټوله کې دهېواد د کانونو او طبیعی زیرمو د استخراج بهیر په پیل کیدلو سره په اصل کې ګڼ شمیر کاري بوختیاوې هم رامنځته کوي او دهېواد ډیری ځوانان چې همدا اوس د بیکاري او بې روزګاري له امله د مهاجرت ستونزمن ژوند ته مخه کوي دوئ ټولوته په هېواد کې دننه د سالم کار او روزګار زمینه برابریږي، نواړینه ده چې افغان پتمن ولس باید په هراړخیزه توگه له اسلامي امارت سره همکاراومرستندوې و اوسي ترهغه چې اسلامي امارت وشي کولای د ولس په پراخه همکاری او ملاتړ په هېواد کې د ډاډمن امنیت دټینگښت ترڅنگ دهېواد د کاني زیرمو دسالم استخراج، داقتصادي بنسټونو د ودې او پراختیا په برخه کې هراړخیز پلانونه په منظم ډول طرحه او په ښه توگه تطبیق کړي ترهغو چې په پایله کې دگران هېو اد دپرمختګ او د قدرمنو هېوادوالو دهراړخیزې هوساینې سبب شي اودمګړۍ چې ګران هېوادوال له کوموستونزو سره مخامخ دي بې له شکه چې دغه ستونزې یوازې اویوازې دهېواد د ملي اقتصاد د ودې اوپرمختګ په  پایله کې سمښت موندلی شي اوبس، پردي بنسټ دالازمي بریښي چې  دهېواد د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ له پاره باید افغان غیرتي ولس په  ګډه د هراړخیزې همکارۍ له مخې لاس په کارشي.

درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *