افغانستان

بلخ کې د ماسټرۍ پروګرام لپاره ازموینه واخیستل شوه

د جمعې په ورځ د هیواد د ازمویني ملي ادارې له لوري د بلخ پوهنتون اړوند د اقتصاد او دري ادبیاتو پوهنځیو کي له هغو کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چي یادو پوهنتونونو کښي یې د ماسټرۍ لپاره ثبت نام کړی وو، د یادي ازمویني پر مهال بلخ ولایت کي د کانکور او ماسټرۍ پروګرامونو رئیس پوهنیار ثمرالدین جبران، د بلخ پوهنتون رئیس مولوي ضیاءالحق ضیاء کریمي، استادانو او یوشمېر نورو مسؤلینو حضور درلود.

په پیل کي د بلخ پوهنتون رئیس مولوي ضیاءالحق ضیاء کریمي ټینګار وکړ، چي د ماسټرۍ په یاد پروګرام کې له ټولو ګډونوالو څخه دي په ډېر شفاف ډول سره امتحان واخیستل شي او ژمنه یې وکړه، هغه ګډونوال چي د دې امتحان له لاري بریالي شي ورته به په علمي او مسلکي ډول د بلخ پوهنتون کي د کار زمینه ورته برابره کړي.
وروسته بلخ ولایت کي د کانکور او ماسټرۍ پروګرامونو رئیس پوهنیار ثمرالدین جبران د ماسټرۍ دورې د ازمويني په اړه معلومات وړاندي کړل او زياته يې کړه، چي په یادو دواړو برخو کي د ماسټرۍ ازمويني لپاره ٩٦ تنو نوم ليکنه کړې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *