جهان

«مېټا» چین کې د نفوذي عملیاتو په تور۴۸۰۰ جعلي فېسبوک حسابونه تړلي

مېټا کمپنۍ چین کې ۴۸۰۰ جعلي فېسبوک حسابونه چې د امریکا سیاستونو په اړه به یې منځ‌پانګې خپرولې، تړلي دي. مېټا «فېسبوک» کمپنۍ ویلي، یاد حسابونه د چین د نفوذي کمپاین یوه برخه وه چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنونو څخه مخکې یې د امریکا سیاستونو په تړاو معلومات خپرول چې دوی بند کړې دي.

مېټا کمپنۍ چین کې ۴۸۰۰ جعلي فېسبوک حسابونه چې د امریکا سیاستونو په اړه به یې منځ‌پانګې خپرولې، تړلي دي.

مېټا «فېسبوک» کمپنۍ ویلي، یاد حسابونه د چین د نفوذي کمپاین یوه برخه وه چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنونو څخه مخکې یې د امریکا سیاستونو په تړاو معلومات خپرول چې دوی بند کړې دي.

مېټا «پنجشنبه، نومبر ۳۰» د غچ اخیستونکو ګواښونو په راپور کې ادعا کړې چې

د روان ۲۰۲۳ کال وروستیو درېوو میاشتو پرمهال چین کې د دوو نفوذي کمپاین یو یې پېژندل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي: «د دې پوسټونو تر شا ناستو کسانو په انګلیسي ژبه د امریکا سیاستونو او چین امریکا په تړاو پوسټونه کول. همدې کسانو به بیا اېکس د متن کاپي پېسټ له لارې د امریکا پر سیاستونو نیوکې کولې.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت میاشت وړاندې خبرداری ورکړی و چې بهرنۍ کړۍ د نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې پر دولتي بنسټونو د بې‌باورۍ، ټولنیز انسجام او ډموکراټیکو بهیرونو کې ورڅخه ډېره استفاده کوي.

د امریکا سنا جرګې په یوه راپور کې موندلې چې روسیې له ټولنیزو رسنیو څخه په استفادې د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو د لاسوهنې د یوې برخې په توګه غوښتل د امریکايي وګړو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *