جهان

شمالي کوریا امریکا ته د اټومي شخړې له خطره خبرداری ورکړی

د شمالي کوریا کمونیستي حکومت په دې ډول د واشنگټن او جنوبي کوریا ترمنځ د پیاوړي پوځي گډ کار په وړاندې غبرگون وښود.

د شمالي کوریا کمونیستي حکومت په دې ډول د واشنگټن او جنوبي کوریا ترمنځ د پیاوړي پوځي گډ کار په وړاندې غبرگون وښود. په هغه کې د اټومي بالیستیک توغنديوو د اوبتل ځای پرځای کول هم شاملولو له امله امریکا ته خبرداری ورکړی دی. په پیونګ یانګ کي د دفاع وزارت څرګنده کړې چې امریکا په پام کې لري چې په اټومي سرگلولو بار ستراتیژیک اټومي اوبتل د کوریا نیمه ټاپو ته انتقال کړي. د نوموړي وزارت یوه ویاند وېیلي:«دغه گام کېدای شي په عمل کې د اټومي شخړې تر ټولو خراب کړکېچ رامنځته کړي.» نوموړي پر امریکا په ښکاره ډول د اټومي باج اخیستنې تور ولگاوه. نوموړي ویاند انتقاد کړی چې د امریکا کشفي الوتکو په دې وروستیوو کې د دغه هېواد په ختیځ کي د شمالي کوریا له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې ده. د هغه په خبره:«هېڅ ډول تضمین وجود نه لري چې داسې حیرانووکې پېښه رامنځته نه شي چې په هغې کې دې په ختیځ سمندر کي د امریکا د هوايي ځواک یوه ستراتیژیکه کشفي الوتکه راوغورځول شي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *