سیاسی

د افغان مهاجرینو د راستنولو تر شاه د پاکستان موخي څه دي!

لیکوال: مسعودافغان څه موده وړاندي د پاکستان موقت حکومت داسې پریکړه وکړه چي د پاکستان څخه به ټول هغه افغان مهاجرین چي قانوني اسناد ونلري له پاکستان څخه به په جبري ډول وایستل سي، که څه هم چې مخکې لدې هم د پاکستان حکومت په مختلفو بهانو هلته میشتو افغانانو ته ډول ډول تکلیفونه ورکول نر او ښځي، ځوانان او سپین ږیري د زندان د پنجرو تر شا غورزول، او نړیوالو ته به یې داسي اشاره ورکول چي د TTP  سره د ملګرتیا او د پاکستان د ناآمني تر شا د همدغه افغان کډوالو لاس دی، په ښکاره خو دوی همداسي نوم ورکوي مګر د پردې تر شا نوري موخي لري چي پاکستان غواړي له همدې

 

لیکوال: مسعودافغان

څه موده وړاندي د پاکستان موقت حکومت داسې پریکړه وکړه چي د پاکستان څخه به ټول هغه افغان مهاجرین چي قانوني اسناد ونلري له پاکستان څخه به په جبري ډول وایستل سي، که څه هم چې مخکې لدې هم د پاکستان حکومت په مختلفو بهانو هلته میشتو افغانانو ته ډول ډول تکلیفونه ورکول نر او ښځي، ځوانان او سپین ږیري د زندان د پنجرو تر شا غورزول، او نړیوالو ته به یې داسي اشاره ورکول چي د TTP  سره د ملګرتیا او د پاکستان د ناآمني تر شا د همدغه افغان کډوالو لاس دی، په ښکاره خو دوی همداسي نوم ورکوي مګر د پردې تر شا نوري موخي لري چي پاکستان غواړي له همدې لاري په نسبي ډول خپلو موخو ته ورسیږي، دا چي وروسته له ډیر وخته څخه الحمدلله افغانستان په رښتیني ډول یو خپلواک مرکزي حکومت چي رښتینی اعلی حاکمیت یې اعمال کړی دی الله پاک وروسته له ډیرو قربانیو ورته اعطاء کړی دی، چي په ټول هیواد کي سرتاسري امن حاکم دی خو په افغانستان کی د داسي حالت شتون د پاکستان لپاره د زغملو ندی ځکه د پاکستان وجودي فلسفه دافغانستان په خلاف ده، د ۱۹۴۷ م کال څخه چي پاکستان په نوم د ناسور دانه د نړۍ په نقشه کي اضافه سوی دی نیمه برخه یې د افغانستان پر هغه خاوره جوړه سوې ده چي د امیر عبدالرحمن خان لخوا  په ۱۸۹۳ م کال کي د انګریزانو استازی ډیورنډ سره د نفوذ د ساحې په ډول  تړون لاسلیک کړ چي هغه تړون کی هیڅکله هم دا ساحه د برتانوي هند اړوند نده بلل سوې او فقط د ۱۰۰ کلونو لپاره به تر ځانګړو امتیازي شرایطو لاندي د روسي یرغل په وړاندي د دفاع لپاره د نفوذ ساحه وي چي د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته چي کله انګریزي ښکیلاک نور په دا ساحه کي پای ته ورسیدی نو پدې فکر کي سو چي پدې جغرافیه کي داسي یو مرکز ولري چي د دوی د نظامي حضور په نشتون کي هم په اساني سره خپل اهداف تعقیب او ترلاسه کړي چي وروسته یې د پاکستان د جوړولو لپاره پلان ترتیب کړ چي نیمه برخه یې د افغانستان څخه پر غضب سوې مځکه او نیمه برخه یې له هند څخه را جلا کړې مځکه باندي جوړ کړ او نور یې دلته د پاکستان تش په نوم حکومت تر چوکاټ لاندي د انګریز صلیبي، سیاسي، اقتصادي … موخو لاسته راوړلو جال خپور کړ او ددې حکومت ټول سیسټم یې په لاس کي واخیست، د هماغه وخت څخه چي د پاکستان په نوم د سرطان دانه په سیمه کي ایجاد سوې ده او د هغه تیر تاریخ څخه په تجربه چي انګریزانو د افغانستان د خلکو د ازادي غوښتلو مفکورې په اساس درې ځله ډیره بده  او شرمونکې ماته خوړلې وه او دا یې درک کړې وه تر څو چي افغانستان یو مرکزي او خپلواک حکومت ولري او د امن فضا خپره وي که حکومت وغواړي او کنه د افغانستان ملت به هیڅکله هم د مغضوبي پښتونخوا او د افغانستان څخه په جبر جلا سوی پښتنو او افغاني خاوري چي افغانانو ته د ناموس حیثیت لري د بیرته په لاس راوړلو او یو ځای کیدو څخه به لاس په سر نسي او په ټول توان سره به کوښښ وکړي چي په هره ممکنه لار د افغانستان پر زړه تیره سوې د ډیورنډ فرضي کرښه لمنځه یوسي او د ستر امپراطور احمدشاه بابا د لوی افغانستان نقشه یو ځل بیا د نړي نقشې کي رسم کړي، نو ځکه یې د پاکستان په ۷۶ کلن تاریخ کي د یوې ورځي لپاره هم د افغانستان د تخریب او دلته د یو مرکزي حکومت د جوړیدو د مخنیوي څخه هیڅ ډول کوښښ ندی دریغ کړی او افغانستان کي د یو مرکزي حکومت نشتون او د دوی د یو لاسپوڅي حاکمیت موجودیت کي خپله بقا ویني، نو ځکه یې ټول عمر کوښښ کړی دی چي خپلواک او مرکزي حکومت حاکم نسي د افغانستان اسلامي امارت سره د دوی دښمني هم له همدې زاویې څخه ده چي هم وروسته له ډیري مودې یو خو افغانستان یو خپلواک او مرکزي حکومت څښتن سوی او له بلي خوا په خپلو پښو ولاړ اقتصاد یې جوړ کړی دی چي د امارت د حاکمیت سره سم په مختلفو برخو کي زیاتي لاسته راوړني لري ډیري پرمختایي پروژې یې تر کار لاندي دي د اوبو د مهارولو او پر سیندونو باندي د بندونو جوړولو موضوع یو له هغه موضوعاتو څخه ده چي د ټولو ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان د سردرد لامل ګرځیدلې ده سره لدې چي د یوې نړیوالي سروې لمخي یو له هغو هیوادونو څخه دی چي په شدت سره یې وچکالي ځپي او د اوبو سطحه مخته پر کښته کیدو ده تر دا اندازې چي په ځینو ساحاتو کي حتی د څښاک اوبه هم نه پیدا کیږي او خلک د خپلو کښتو لپاره هم خلګ تر مځکي لاندي اوبو څخه استفاده کوي نو یو خو به پر دوی باندي دا مفته او وړیا اوبه نوري بندي سي او بل ددې هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان د وروستیو او خوسا موادو مارکیټ څخه افغانستان خلاص او پر ځان به بسیا وي نو اوس پدې خاطر چي امارت په کورني او نړیواله سطحه خپلواک اسلامي سیاست اعمالوي او هیچا ته په هیڅ حالت کي اجازه نه ورکوي چي د افغانستان په کورنیو چارو کي مداخله وکړي او اسلامي سیاست خو یې د طالبانو له تیر تحریک څخه ټوله نړۍ ته په اثبات رسولی دی چي د یو بل هیواد د یو فرد په خاطر یواځي لدې امله چي مسلمان ؤ، امریکا ته چي د خپل وخت یواځینی ستر نړیوال ځواک ؤ د تسلیمي څخه ډډه وکړه او د یو مسلمان ورور څخه د دفاع په خاطر یې له داسي چا سره ډغره ووهله چي د ظاهري او مادي قدرت په حساب چي امریکا یو اټومي قدرت و او افغانستان د هغه هیواد سره په هیڅ ډول د مقایسې وړ نه ؤ، یواځي د خپل ایماني غرور او جذبې په اساس د یو مسلمان څخه د دفاع لپاره تر واک او چوکۍ تیر سو او د زبرځواک هیواد په مقابل کي یې سنګر ونیوی، او وروسته له شلو ۲۰ کلونو د ډیرو قربانیو ورکولو وروسته د الله جلاجلاله په فضل او مهرباني سره امریکا او د هغه د ملګرو هیوادونو له اشغال څخه هیواد آزاد کړ او نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو ته د قربانیو په نتیجه کي لاسته راغلي حقیقي خپلواک اسلامي نظام موډل یې وړاندي کړ، چي دداسي یو نظام په موجودیت کي پاکستان هیڅکله هم خپله بقا نه ویني او له هر اړخه کوښښ کوي چي په یو ډول نه یو ډول پر افغانستان فشار راوړي او په هیواد کي دننه یې په داسي ډول مصروف وساتي چي د نړیوالو سره د خبرو او تعامل اړخ ته یې هیڅ ورپام نسي او نړۍ ته وښايي چي اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو وړتیا نلري او په یو ډول د افغانستان بهرني سیاست کي دخیل اوسي دا چي اوس پاکستان خپله په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز لحاظ د ناورین سره مخامخ دی او غواړي په یو ټک دوه نښانه وولي کله د TTP  د ملاتړ پړه پر اسلامي امارت اچوي چي نړیوالو ته افغانستان په یو ناامن او د وسلوالو ډلو ټپلو په ملاتړي هیواد معرفي کړي او له بلي خوا ددې ډلو د ځپلو په موخه د نړیوالو توجه او مرستي جلب کړي، همدارنګه پاکستان په دا وختو کي په یو خورا پیچلي اقتصادي بحران کي قرار لري چي ټول عمر پاکستان د افغانستان پر سر معامله کړیده او غواړي د افغانستان په نامه مرسته سوي پیسې او کومکونه د پاکستان له لاري ترسره سي چي بیا دوی د هغه یو ډیر کم مبلغ افغانستان ته د احسان په ډول ورکړي چي د اسلامي امارت د حاکمیت سره سم یې یو ځل بیا دداسي یو کار لپاره لستوڼي رابډوهل او د افغانستان سره د کومکونو لپاره یې صندوق جوړ کړ خو اسلامي امارت نړۍ ته خپل مستقل او خپلواک حاکمیت او سیاست اعلان کړ چي که د افغانستان په اړه کومه خبره کیږي او یا هم کوم کومک کیږي باید د اسلامي امارت سره مستقیما وسي او بل کوم ادرس د افغانانو او اسلامي امارت استازيتوب نسي کولای چي پدې سره د پاکستان هغه پلانونه او خوبونه چي د افغانستان لپاره یې لیدلي وه په اوبو لاهو سوه او کومه پایله یې ورنکړه چي دې سره پاکستان خپله هغه ددښمنۍ اصلي څیره چي ټول عمر یې پاکستان په ډیره مهارت سره د پټولو کوښښ کاوه افغانستان او نړۍ ته ښکاره کړه او په ښکاره ډول یې له افغانستان څخه د هغه پرمختايي کارونو د درولو غوښتنه وکړه چي افغانستان ورباندي د ځان بسیاني په لور بیايي او د پاکستان د محتاجۍ څخه يې خلاصوي خو امارت یې په کلکه ځواب وکړ او پاکستان ددې لپاره چي افغانستان په داسي یو حالت کي راګیر کي چي اوس لپاره د پرمختايي کارونو څخه یې مخ راوګرځوي او بودیجې ته یې سخته ضربه ورکړي نو هغه افغان مهاجرین چي پاکستان یې ۴۵ کاله پر سر باندي په میلیارډونو ډالره امتیاز اخیستی و او په مقابل کي يې پر افغان مهاجرینو او افغانانو باندي احسانونه اچول د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف یې په ډیر بې عزتي د افغان مهاجرینو د یو ډیر لوی تعداد د را ستنولو فیصله وکړه چي اسلامي امارت ورته هیڅ ډول تیاری نه درلود، پاکستان حکومت په ډیري بې شرمي هلته د افغانانو پر کورونو چاپې ووهلې، ښځي، کوچنیان او سپین ږیري یې ووهل بې عزته یې کړل،څوک یې بندیان کړه، څوک یې لوټ کړه او تش لاسونه یې افغانستان ته راواستول، د یو مصؤن او هوسا ژوند په موخه یې د کلونو خوارۍ ورعبث کړې چا وروسته له ډیرو کلونو هلته یو کوچنی کاروبار د ځان لپاره برابر کړی وو، چا چي لږ پیسې پیدا کړي وې په کور یې مصرف کړي وې، حتا پر دې یې هم بسنه ونکړه بلکي پر باډر د را اوښتو په وخت کي یې هم پاکستاني ملیشو د قطاع الطریقي اخرینی حد هم پر ځای کړ حکومت یې اعلان وکړ چي تر پنځوس زرو ۵۰۰۰۰ کالدارو ډیري پیسې، موټرسیکل، او نور وسایل به هم د افغان مهاجرینو سره نه پریښودل کیږي چي خپل وطن ته یې ورسره یوسي خلاصه افغانان یې په یو داسي حالت کي راوستل چي هغه د چا خبره سر یې چټ مال یې لیلام چي په تاریخ کي به هم یو کفري ملک لا هم له مسلمانانو سره داسي د نامردۍ عمل نه وي ترسره کړی لکه د پاکستان تش په نوم اسلامي ملک چي له غیرتمنو افغان مهاجرو سره ترسره کړ، له افغان مهاجرو سره هر ډول له ذلالت ډک چلند کوم ممانعت نه درلود او مال خو یې مطلق لیلام و ملیشو کوښښ کاوه چي د مهاجرینو کورونه پیدا او مالونه یې لوټ کړي او د خپلي ابدي دښمني په خاطر چي څومره یې د وسه پوره وي مهاجرین ذلیله کړي، خو اسلامي امارت الحمدلله خپل ټول امکانات په کار واچول چي تر څو د افغان مهاجرینو راتګ ته اماده ګي ونیسي او په داسي ډول یې یې ښه راغلاست وکړ چي د مهاجرینو ددې اوږدې مسافرۍ ستړیا هیره او خپل هیواد ته د راتګ په خوشحالۍ یې اوښکي توی کړې، د اسلامي امارت مشر امیرالمومنین (ح) ټولو وزارتونو ته امر وکړ چي د مهاجرینو موضوع پخپلو کاري لومړیتوبونو کي ونیسي او ددوی لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي، که څه هم امیرالمومنین(ح) د یو اسلامي هیواد زعیم په صفت پاکستان ته کومه ګوت څنډنه ونکړه خو د امارت تاریخ ته په کتو چي د څرنګه یې د بل هیواد د یو مسلمان تبعه د دفاع په خاطر ټول امارت په خطر کي واچوه  او د ملي دفاع د وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد هغه خبري څخه چي پاکستان ته یې ویل چي څه کوي هغه به حتما ورېبې(چي څه کرې هغه به رېبې) داسي معلومیږي چي نور نو باید پاکستان خپلي بدو ورځو ته شېبې وشماري لکه چي ویلي یې دي چي ((میږي ته چي کله خدای(ج) په قهر سي نو وزر ورکړي.)) نو د پاکستان دا عمل نه یواځي دا چي د الله پاک په فضل د افغانستان په اقتصاد د نظر وړ تاثیر ونکړ، بلکي نړۍ ته یې د پاکستان اصلي څیره بربنډه کړه او د افغانانو په زړونو کي یې نور هم خپل ځان سپک او ذلیله کړ او د افغانستان داسي یو ملت دی چي هر څوک او هر ملت ددې خلکو آزار وهلی دی بیا یې د پورته کیدو توان ندی پیداکړی او پاکستان خو لا پر مغضوبه مځکه جوړ سوی یو جعلي هیواد دی چي د انګریز او غرب د ملاتړ پرته د یوې ورځي لپاره د هیواد او حکومت په توګه د پاته کیدو وړتیا نلري او ټول عمر نورو هیوادونو په دې سیمه کي د پروژې د پلي کیدو په موخه د اجیر په حیث استفاده کړي او نور باید ددې پروژې د لمنځه وړلو او د دا سرطان دانې ختمولو کي افغانان خپل رغنده رول ولوبوي یو خو هغه افغان مهاجرین چي اقتصادي وضعیت یې نسبتا ښه او یا هم ډیر ښه وي خپله سرمایه نور له پاکستان څخه افغانستان ته را انتقال کړي او د پاکستان دا نسبي اقتصاد چي تر ډیره حده د افغانانو په سرمایه باندي چلیږي مخه یې ډب کړي او یو سخته ضربه د پاکستان اقتصاد ته وارده کړي او همدارنګه عام افغانان د خپل حکومت پر پل باندي پل کښیږدي لکه څرنګه چي حکومت کوښښ کوي چي د پاکستان بدیلي ټرانزیټي لاري د نورو ګاونډیو هیوادنو سره جوړي کړي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یې پر دباندنیو تولیداتو چي افغانستان کي یې تولید شروع وي  پر واردولو یې بندیزلګولی دی عام افغانان هم بایدکوښښ وکړي چي د پاکستاني تولیداتو سره مطلق پریکون اعلان کړي او تر کومي اندازې چي ممکنه وي نور پاکستاني تولیدات استعمال نکړي او د پاکستان هغه اقتصاد چي د افغاني مهاجرینو په سرمایه او یا افغانستان کي د پاکستاني تولیداتو په استعمال سره چلیږي د هغه په لمنځه وړلو کي به افغانانو خپل رول لوبولی وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *