افغانستان
ډاکټر امین الله د جمهوریت روغتون د رئیس په توګه معرفي شو
شنبه د جمادي الثاني په ۲۱ نېټه د عامې روغتیا وزارت دروغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده، د مقام دفتر ښاغلي رئیس، مولوي محمد حسن محمدزي او نورو مشرانو په شتون کې ډاکټر امین الله د جمهوریت روغتون د رئیس په توګه د دې روغتون کارکوونکو ته ور و پېژندل شو.

د عامې روغتیا وزارت د عرضه خدماتو ښاغلي معین ډاکټر امین الله ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
ډاکټر امین الله د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له باور مننه وکړه او وعده یې وکړه چې د جمهوریت روغتون د چوپړتیاوو د ښه والي لپاره به هلې ځلې وکړي.