افغانستان

چینايي پانګوال افغانستان کې د کاني توکو د تحلیل معیاري لابراتوار جوړوي

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس له يو شمېر چینايي پانګه‌والو سره لیدنه وکړه.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس له يو شمېر چینايي پانګه‌والو سره لیدنه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي معاونيت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر پرون له یو شمېر هغو چينايي پانګوالو سره، چې افغانستان کې يې د کانونو په سکټور کې پانګونه کړې لیدنه وکړه.

یادو پانګوالو د اسلامي امارت له لوري بهرنیو سوداګرو او پانګه والو ته په رامنځته شویو اسانتياوو د خوښۍ ترڅنګ ویلي، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره اوسني رامنځته شوي فرصتونه بې‌ساري او په ډېرو هېوادونو کې نشته.

دوی ویلي؛ په پام کې لري چې افغانستان کې د کاني موادو د تحلیل او پېژندنې یو معیاري لابراتوار جوړ او همداراز د کانونو د اکتشافي مراحلو په برخه کې په لويه کچه پانګونه وکړي.

مولوي ذاکر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ چین د افغانستان ښه ګاونډی یاد کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

ښاغلي ذاکر افغانستان کې د چین پانګونه مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د ټولو ادارو دروازې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو پر مخ پرانیستې دي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې چینايي پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی د پانګونې پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو لمنځه وړلو لپاره به دوامداره همکاري ورسره وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *