افغانستان

په هلمند کې د نشه يي توکو د پلور په تور ۲۱ تنه نیول شوي دي

کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په هلمند ولایت کې د نشه يي توکو د پروسس او پلور په تور ۲۱ تنه نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په هلمند ولایت کې د نشه يي توکو د پروسس او پلور په تور ۲۱ تنه نیولي دي.

دغه وزارت ویلي چې د هلمند ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د دغه ولایت په مرکز کې ۱۲ جریبه ځمکه د چرسو له کښتونو څخه پاکه کړې او ۲۱ تنه یې د نشه یي توکو د پروسس او خرڅلاو په تړاو نیولي دي. یاد وزارت دغه راز زیاته کړې چې د نیول شویو کسانو څخه، ۶ کیلو ګرامه شیشه، ، ۱۲۰ کیلو ګرامه کیمیاوي توکي، ۹ کیلو ګرامه ایف، ۱۵ تابلیت کا ګولۍ او څه اندازه هیرویین او چرس ترلاسه شوی او هم په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د جوړولو څو کارخونې کشف او سوځول شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *