گزارش

نږدې راتلونکې کې به د سالنګونو لویه لاره د خلکو پرمخ پرانستل شي

ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې اقتصادي اهمیت ته په کتو د دیادې لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې کار په درېوو برخو کې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړی، چې دا مهال یې کار د تونل په دننه برخه، ۱۶ ګالرۍ او د دریمې برخې کار یې د خنجانو څخه پیل تر دوشي سیمې پوري عملاً جریان لري.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریيس ویلي؛ د سالنګونو لویې لارې اړوند د تونل په دننه برخه کې د کانکریټ لومړۍ او دویمه طبقه چې دواړه ۵۷ سانتي متره ضخامت لري د کانکریټ اچونې کار یې ۱۰۰ سلنه او د دریمې طبقې یا سیخ لرونکي کانکریټ کار چې ۲۸.۵ سانتي متره ضخامت لري، ۶۰ سلنه بشپړ شوی او دا مهال  یې کار جریان لري.

هېوادوال د سالنګونو د لويې لارې بيارغونې کار څخه خوښ دي او وايي، چې په تيرو ۲۰ کلنونو کې داسې اساسي کار نه وه ترسره شوي.

د یادې لویې لارې په اساسی بیا رغونې سره به ګاونډیو هېوادونو ته د تجارتي توکو په لیږد رالیږد او د هېواد شمال ولایتونو ته د مسافرانو په تګ راتګ کې ډيری اسنتياوي رامنځته کړي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *