د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر: کندهار کې یو شمېر تاریخي ابدې بیا رغول کېږي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندهار له والي حاجي ملا شيرين اخوند سره لیدنه کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندهار له والي حاجي ملا شيرين اخوند سره لیدنه کړې.
په پېل کې د کندهار والي په یاد ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کړنو په اړه سرپرست وزیر ته معلومات ورکړي.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د یاد ریاست پرمختګونه او نوښتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ چې لا باید په کلتوري برخه کې نوښتونه رامنځته شي، د دې ترڅنګ یې د ولایت لخوا د همکارۍ ډاد ورکړی.
ملا خيرالله خیرخواه زیاته کړې، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه په ښه شکل روان، او د یو شمېر تاریخي ابدو د ترمیم په اړه یې هم معلومات شریک کړي، چې په خبره یې د حاجي میرویس خان نیکه د مقبرې او احمدشاه بابا کور او مقبرې د بیارغونې کارونه په ښه ډول روان دي خیرخواه خوښي ښودلې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره زرګونو بهرنیو سېلانیانو د هېواد د بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه کندهار څخه لیدنه کړي.