اجتماعی

د شبرغان-دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د پاتې چارو بشپړولو هوکړه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان برېښنا شرکت او افغان انوېسټ خصوصي شرکت ترمنځ د شبرغان-دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د پاتې چارو او د دشت الوان سب‌سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو هوکړې لاسلیک شوې.

 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان برېښنا شرکت او افغان انوېسټ خصوصي شرکت ترمنځ د شبرغان-دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د پاتې چارو او د دشت الوان سب‌سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو هوکړې لاسلیک شوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل، چې د یوه هېواد د اقتصادي ودې لپاره صنعت تر ټولو مهم دی.

دغه‌راز د نړۍ هغه هېوادونه چې له جګړو راوتلي او چټک اقتصادي پرمختګ یې کړی اساسي لامل یې د صنعت پرمختګ دی.

نوموړه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان هم د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او لا هم هڅه کوي، تر څو په هېواد کې د صنعتي پرمختګ لپاره هر ډول شرایط او زمینه برابر کړي، چې تر ټولو مهم یې برېښنا ده.

د ښاغلي برادر په وینا؛ له شبرغان څخه تر دشت الوان پورې د برېښنا یاده پروژه، چې له افغان انوېسټ خصوصي شرکت سره یې قرارداد وشو، نه یوازې دا چې د هېواد صنعت ته به یې ګټه ورسېږي، بلکې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به لسګونه میلیونه ډالره سپما شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټولو ملي پانګوالو ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت تاسې ته د پانګونې هر ډول زمینه برابره کړې او بشپړ ملاتړ مو کوي، نو تاسې هم باید خپلې کړې ژمنې په عمل کې ثابتې کړئ.

په پای کې ملا برادرآخند له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، ترڅو یادې پروژې په پوره جدیت سره تعقیب او څومره ژر چې ممکنه وي، په ښه ډول یې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان انوېسټ شرکت به د قرارداد له مخې د شبرغان-دشت الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین ۲۳.۷ سلنه پاتې چارې چې ۳۰۵.۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، په ټاکلي وخت بشپړوي. تر دې وړاندې د یاد لین ۷۶.۳ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

دغه راز قراردادي شرکت د الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن د پراختیايي پاتې چارو د بشپړولو مسئولیت هم لري.

دا پروژې به د قراردادي شرکت له لوري په دوو کلونو کې بشپړېږي چې ټولټال ۳۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.

د افغانستان برېښنا شرکت به د شوې هوکړې د څارنې او ارزونې معیارونو له مخې د پروژو د تطبیق، تخنیکي او مالي چارو کره څارنه او ارزونه کوي.

د یادو پروژو په بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ارزانه او لوړ کیفیت برېښنا د رالېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، چې هېواد کې به د برېښنا د کمبود ستونزه تر ډېره حده حل کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *