
جهان
په هند کې د اورګاډيو د ټکر له امله سلګونه کسان مړه شوي
د هند په ختیځ اوډیسه ایالت کې د ریل ګاډو ټکر پېښه کې ۲۸۸ کسان وژل شوي دي او ۹۰۰ نور ټپیان دي. داسې فکر کېږي، چې د جمعې پر ورځ ناوخته لومړی یو ریل ګاډی له پټلۍ وتلی او له بل ریل سره ټکر شوی.
د هند په ختیځ اوډیسه ایالت کې د ریل ګاډو ټکر پېښه کې ۲۸۸ کسان وژل شوي دي او ۹۰۰ نور ټپیان دي. داسې فکر کېږي، چې د جمعې پر ورځ ناوخته لومړی یو ریل ګاډی له پټلۍ وتلی او له بل ریل سره ټکر شوی. دا په هند کې په تېره یوه پېړۍ کې د ریل ګاډو ټکر تر ټولو ناوړه پېښه ده. د هند ریل ګاډو ادارې مسوولین وايي، ټکر شوي ګاډي کورومانډیل ایکسپریس او هاوړه ایکسپریس نومېږي. په اوډیسه ایالت کې د یوې ورځې رسمي ویر اعلان شوی دی. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، پېښې خواشینی کړی او د پېښې قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې:››د ژغورنې عملیات روان دي او له اغېزمنو سره د مرستې لپاره له مرسته کېږي. ‹›د هند کورنیو چارو وزیر امیت شا هم دا پېښه ‹›سخته ځورونکې ‹› بللې.