افغانستان

تورخم کې د بېرته راستنېدونکو کورنيو کمپ اسانتیاوې

د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند په مشرۍ د بېرته راستنېدونکو کورنيو په کمپ کې ټولې چارې په منظم ډول پرمخ روانې دي او راستنو شويو کورنيو ته د مېشته کېدنې او خپلو سيمو ته د تګ په موخه لازمې اسانتياوې رامنځته شوي دي.

د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند په مشرۍ د بېرته راستنېدونکو کورنيو په کمپ کې ټولې چارې په منظم ډول پرمخ روانې دي او راستنو شويو کورنيو ته د مېشته کېدنې او خپلو سيمو ته د تګ په موخه لازمې اسانتياوې رامنځته شوي دي.

د ننګرهار کډوالو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن  د بېرته راستنو شويو کورنيو د ثبت او راجستر له پروسې څارنه کړې او خپلو کار کوونکو ته يې لارښوونه کړې، چې د بېرته راستنو شويو کورنيو ثبت ژر او په دقيق ډول تر سره کړي. کابل ښاروالۍ له لوري د بېرته راستنېدونکو کورنيو موقتي کمپ د منظم جوړېدو په موخه چارې پیل شوې، چې په کې به ټولې اړينې برخې په اساسي ډول جوړې شي. د افغانستان بانک رئيس هدايت الله بدري د ياد کمپ څخه د ليدنې پر مهال ویلي، لسګونه بېرته راستنو شويو هېوادوالو ته، چې د دوی په شرايطو برابر وي دندې ورکړي.

نوموړي ژمنه کړې، چې افغانستان بانک او نورو بانکونو څخه به بېرته راستنو شويو کډوالو ته دکاربار په موخه وړې قرضې ترلاسه کړي.

جلال اباد ښاروالۍ له لوري په کمپ کې مېشتو کورنيو ته د اوبو رسولو په موخه د يوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوي، چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

همدا راز هلته سلګونه د اوبو ذخیرې ايښودل شوي دي، چې وخت پر وخت ټانکرونو له لوري له پاکو اوبو ډکېږي.

په ياد کمپ کې تېره ورځ پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست په چوکاټ کې د جرمني مرستې افغان ماشومانو لپاره مؤسسې له لوري ۲۵۰ بېرته راستنو شویو کورنيوته ۵۰ کيلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کيلو بوره، نيم کيلو چای او لس کيلو وريجې ورکړل شوې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن الولید قول اردو اړوند ځواکونو د يوې اوونۍ په ترڅ کې په انټرنشنل موټرونو کې اته زره او ۳۱۵ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته انتقال کړي.

تېره ورځ په دې کمپ کې يو شمېر خيريه بنسټونو له لوري بېرته راستنو شويو کورنيو ته زر کمپلې، شپږ سوه فرشونه او شپيته منه خوږې کلچې وېشل شوي دي.

همدا راز هلته د رییس الوزراء په لارښوونه د يو لوی سايبان او لسګونو تشنابونو په اساسي ډول د جوړولو چارې پيل شوي دي.

په ياد کمپ کې تېره ورځ کميسارۍ له لوري بېرته راستنو شويو ۱۹ زره کسانو ته دوه وخته ډوډۍ د ټاکل شوې مېنو له مخې ورکړل شوه.

دغه راز د اترا ادارې له لوري په تورخم کې تېره ورځ بېرته راستنو شويو کورنيو ته ۲۱۱۷ سيمکارتونه وېشل شوي دي.

له ياد کمپ څخه تېره ورځ شاوخوا ۲۳۷ څخه زياتې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

هغه کورنۍ چې بېوزله دي او غوښتنه وکړي د ملي اردو په موټرونو کې خپلو ولایتونو ته رسول کيږي.

همدا راز تېره ورځ ۲۷۱ تازه بېرته راستنې شوې کورنۍ ثبت شوي دي.

د ننګرهار برښنا رياست له لوری د تورخم کمپ د شپې له لوري د لسګونه څراغونو په نصبولو سره روښانه شوی او مېشتې کورنۍ له برښنا برخمنې شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *