سیاسی

یوازې د اسرائیلو مظالم نه ، بلکې د فلسطینیانو بریاوې هم باید رسنیزې شي

یوازې فلسطینیان نه دي چې د غزې په تراړه کې د صهیونیستانو دبمباردونو اوتوغندیوله امله نر، ښځې ، ماشومان اوځوانان د سرونوقربانۍ ورکوي اوشهیدان کېږي بلکې په یاده تراړه اوپه نورواسرائیلي ښارونوکې هم په سلګونونظامي صهیونیستان د فلسطینیانو د توغندیود مرګونیو ګزارونوله امله هره ورځ د مرګ کومي ته سپارل کېږي ، ددې ترڅنګ د اسرائیلي پوځ وینا ده چې د حماس لخوا د دوی۲۴۱ کسان یرغمل شوي چې د یرغمل شویوصهیونیستانو په ډله کې یوشمېرغیراسرائیلي اتباع چې ښځې هم پکې شاملې وې یرغمل شوي وو، چې له پېژند وروسته دا بهرني یرغمل شوي وګړي حماس آزاد کړل ، داسې نه ده چې یوازې صهیونیستان حملې کوي اوفلسطینیان لاس تړلي ورته ناست دي

حیا ت الله حلیم

یوازې فلسطینیان نه دي چې د غزې په تراړه کې د صهیونیستانو دبمباردونو اوتوغندیوله امله نر، ښځې ، ماشومان اوځوانان د سرونوقربانۍ ورکوي اوشهیدان کېږي بلکې په یاده تراړه اوپه نورواسرائیلي ښارونوکې هم په سلګونونظامي صهیونیستان د فلسطینیانو د توغندیود مرګونیو ګزارونوله امله هره ورځ د مرګ کومي ته سپارل کېږي ، ددې ترڅنګ د اسرائیلي پوځ وینا ده چې د حماس لخوا د دوی۲۴۱ کسان یرغمل شوي چې د یرغمل شویوصهیونیستانو په ډله کې یوشمېرغیراسرائیلي اتباع چې ښځې هم پکې شاملې وې یرغمل شوي وو، چې له پېژند وروسته دا بهرني یرغمل شوي وګړي حماس آزاد کړل ، داسې نه ده چې یوازې صهیونیستان حملې کوي اوفلسطینیان لاس تړلي ورته ناست دي ، نه د حماس مجاهدین هم ددوی د سره په کاسه کې اوبه ورکړې او هره ورځ یې په لسګونو ژوبلې دفلسطینیانود راکټونو داورخوراک کېږي داچې له اسرائیلي تلفاتوخبری پوښښ نشته دمطبوعاتیانوبې غوري به یې وبولو، دا رښتیا ده چې په جنګونوکې تبلیغات د مورال په جګ والي او ټیټوالي کې لوړ رول لري خود اسرائیلو اوفلسطینیانو په جنګ کې پرته له دې چې څوک دې تبلیغاتي موضوع ته متوجې شي یا اهمیت ورکړي دمظالموترعنوان لاندې د اسرائیلیانو د بریا خبرونه خپروي چې حقیقت داسې نه وي ، د فلسطیني حماس اسلامي ډلې د پوځي څانګې د (القسام لیوا) ویاند ابوعبیده څو ورځې د مخه له یوه تلویزیوني چینل سره د مرکې په ترڅ کې وویل : چې د حماس مجاهدین د اسرائیلي صهونیستانو په ضد دغزې په تراړه کې په زړه ورتیا جنګېږي اومورال یې له تصورنه لوړقوي دی هغه زیاته کړی چې یوازې په تیرو۴۸ ساعتونوکې دوی د صهیونیستي اشغالګرودوه پوځي کنډکونه سره وسلو اومهماتوتباه کړي اواسرائیلي نیواکګر اړشوي چې د غزې له تراړې د صلاح الدین سیمې ته وتښتي چې په دې جګړو کې د خفیفه وسلو اومهماتو ترڅنګ داسرائیلویوه جنګي بېړۍ ، یوه چورلکه او پنځوس ذغروال ټانکونه سل اسرائیلي پوځیان له منځه تللي او یو شمېریې ژوندي هم نیول شوي دي ، نه یوازې دا یوه مرکه چې رسنیزه شوه بلکې هره ورځ اود صهیونیستانو دهرځل حملې په مقابل کې فلسطیني بریا موجوده وي

په غزه د شپږم ځل دصهیونیستانویرغل د حماس د مجاهدینو له کلک مقاومت سره مخ اوپه نتیجه کې  ناکام شو ، چې داسرائیلي پوځي رادیو له څپو وویل شول ځواکونوته یې په غزه کې درنده مرګ ژوبله اوښتې اود څومهمو قوماندانانو په ګډون یې ۲۲ پوځیان نورهم وژل شوي چې ټول ټال د اکتوبرله اوومې نېټې دوژل شویواسرائیلي سرتیرواو منصبدارانوشمېره ۲۳۸ کسانوته رسېدلې ده ، دا به هم ومنو چې له لسو زرو زیات فلسطیني نرښځې اوماشومان هم په دې جګړوکې د اسرائیلو دړندو بمباریو او توغندیو له امله شهیدان شوي خو اسرائیلي وژل شوي کسان ټول نظامیان اود فلسطین هغه له یوې مخې د ماشومانو په ګډون بې دفاع عام مخلوق دی ، جنګ دی ، نبرد دی له دواړو خواوو پریوبل اوربل دی ، په چنګ کې حلوا نه ویشل کېږي بلکې د مرمیواوتوغندیو باران وي خو افسوس چې بې غیرته صهیونیستان په هر یرغل کې قتل عام کوي .

په ځینومواردوکې د صهیونیستانو تلفات د فلسطینیانو په پرتله لوړوي یوازې هغه تلفات چې د حماس مجاهدینو غورځنګ په لومړي ځل دظالموصهیونیستانوپه نظامي اډو دیوې سراسري غافیلګیرانه حملې په ترڅ کې ترسره کړل ډېرلوړ وو چې کره شمېره یې له هېچا سره نشته ، لومړی حمله د فلسطینیانوحق و، ځکه له هغې ورځې چې صهیونیستانواوفلسطینیانوترمنځ تاوتریخوالي را منځته شوي صهیونیستان ، اشغالګر، ظالم اوفلسطینیان مظلوم واقع شوي دي ، خوددې یوه ټکي څرګندول لازم بولم  چې فلسطینیان ذاتآ اونسبآ مظلوم نه دي ، دوی د بني عمالقه په نوم له هغه غیرتي قوم څخه دي چې هېچا د تاریخ په اوږدو کې پرې اوبه نه دي پرې چښلې بلکې دوی د تاریخ په اوږدو ډېری وختونه په عمان ، بحرین ، مصر، حجاز او عراق حکومتونه کړي نو اوس به صهیو نستان څنګه په دوی حکومت وکړای شي ؟

د فلسطینیانود بریاووپه لړکې نړیوالو رسنیو (مشهد دري رادیو) د نوامبرپه نهمه نېټه دغزې په تراړه کې د صهونیستي پوځ ۱۷ عرادې تانکونه دله منځه تللوخبرورکړ چې په دي بریا کې دوژل شویو یهودانوکره شمېره نه ده معلومه شوی .

که تاریخ ته بیا هم نظروکړو له هغه زمانې چې یهودي اشغالګرود فلسطینیانوپه خاوره کې اشغالي حکومت را منځ ته کړی د فلسطین او اسرائیلوترمنځ دا اخ ډب روان دی لویه ستونزه داده چې د امریکا متحده ایالات په ډېره بې شرمۍ اوسپین سترګۍ تل د صهیونیستانو په ننګه اوپلوی ولاړ وي ماناداچې له هماغه پیل څخه یې ټینګ په خوا پورې ولاړدي اودمنځني ختیځ نورهېوادونه یې د موضوع په ارتباط داسې تطمیع اوپه ضمن کې ترخپل نفوذ لاندې را وستي چې له بېرې هېڅ غږ نشي پورته کولای .

امریکا بیا دسیمې په هېوادونوکې د امنیت مسئلې ته هېڅکله پام نه کوي څه بدغوني یې چې خوښه شي هغه ترسره کوي ، همدا اوس یې هم په ډېره سپین سترګۍ دری هغه غول پیکربحري کښتۍ چې دالوتکو د وړلوتوان لري د فلسطینیانو د تهدید لپاره د مدیترانې په ختیځ کې ځای په ځای کړې چې ټوله عربی نړۍ په رڼوسترګو ورته ګوري خوبیا هم دې ټولومسایلوته ځکه جینګه خوله پاته دي چې امریکا ترې خفه نشي له بل پلوه دعربی نړۍ ټول هېوادونه په فلسطینیانو د اسرائیلو د مظالموپه وړاندې د انصاف غږ هم نشي پورته کولای چې دا ترتولولوړه د حیرانۍ موضوع ده اود عامه ذهنیت په قضاوت دځنګل هغه قانون ته ورته کېږي چې هره ورځ یې د حیواناتود خپل منځي ښکارپه برخه کې په تلویزیونواو فیسبوکونو کې وینوچې یومظلوم حیوان دبل زورور حیوان لخوا داړل کېږي خو د مظلوم حیوان همنوعان ورته ولاړ او پرته له دې چې ترې دفاع وکړي په رڼو سترګو ورته ګوري او سیل یې کوي موږ نورڅه نه وایو یوازې دې یوه تکي ته اشاره کوو چې د هېچا کړنې د ویښوملتونو له نظره پټې نه پاتېږي ضرور به یو وخت قضاوت پرې کېږي  .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *