کاغذ

پکتیکا کې د ۱۳ میلیونو افغانیو په لګښت د خیبر بازار سړک ورغول شو

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې بازار کې د خیبر بازار ۶۰۰ متره سړک چې چارې یې درې میاشتي مخکې حاجي بخت محمد او عبدالوکیل په شخصي لګښت پیل شوې په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې بازار کې د خیبر بازار ۶۰۰ متره سړک چې چارې یې درې میاشتي مخکې حاجي بخت محمد او عبدالوکیل په شخصي لګښت پیل شوې په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په یادو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل، چې په ټول هېواد کې سوداګر په بې غمه زړه سره سوداګري کوي او د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول افغانستان کې امن راغلی او د ټولو ولسونو سر او مال خوندي دی.

ورته مهال د ښرنې ښاروال مولوي محمد ناصر هلال وویل چې اوس په ښار کې د بیارغولو چارې د ښار په بېلابېلو برخو کې روانې دي، چې په نږدې وخت کې به ځیني  پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

نوموړی د خیبر بازار له مسؤلېنو نه مننه وکړه، چې خپله سرمایه یې په ښار کې مصرف کړې او د ښاروالۍ له ټولو اصولو سره سمې یې چارې مخته وړې دي.

د خیبر بازار د سړک جوړولو مسؤل حاجي بخت محمد وویل، د خیبر بازار سړک چې چارې یې درې میاشتي مخکې پیل شوې وې، ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، چې ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت په پاخه ډول جوړ شو.

د خیبر بازار دوکانداران د یاد سړک په جوړېدلو سره خوښي څرګندوي او وایي، مخکي به په سړک دوړې، خځلي او لوی جرونه و، چې اوس به ټولې ستونزې حل شي.

یادونې ده، چې نوموړي سوداګر  تر دې دمه په مرکز ښرنه کې د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *