افغانستان
د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژې چارو ۱۵ سلنه پرمختګ کړی
د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژې چارې په چټکۍ پرمخ روانې دي، چې د پایو بنسټونو کېندنې، سیم کاري او کانکرېټ چارې نږدې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او پر پاتې چارو چټک کار روان دی.
د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژې چارې په چټکۍ پرمخ روانې دي، چې د پایو بنسټونو کېندنې، سیم کاري او کانکرېټ چارې نږدې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او پر پاتې چارو چټک کار روان دی.
د یاد لوی سب سټېشن ظرفیت ۱۲۵ مېګا ولټ امپیره دی، چې د چارو په بشپړېدو او فعالېدو سره به یې په یاد ولایت کې زرګونه نویو پېرودونکو ته برېښنا برابره شي.
دغهرزا د هرات برېښنا ظرفیت به د ۱۱۰ کیلوولټ
څخه ۲۲۰ کیلوولټ ته لوړ، د ضایعاتو کچه را ټېټه او همداراز د برېښنا انرژۍ جذب ظرفیت به ډېروالی ومومي.
د دې سب سټېشن چارې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لګښت، د ترکمن انرګو قراردادي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.