افغانستان

د پکتیکا او غزني ولایتونو پر ۲۳۶۰ کورنیو د خوراکي توکي وویشل شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، په غزني کې یې ۹۸۸ اړمنو کورنیو او په پکتیکا ولایت کې پر ۱۳۶۰ کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، په غزني کې یې ۹۸۸ اړمنو کورنیو او په پکتیکا ولایت کې پر ۱۳۶۰ کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د چارواکو په وینا، د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ او د پکتیکا د وازیخواه ولسوالیو په ۹۸۸ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.

دغه مرستې د خوراک نړيوال سازمان (WFP) د تخنيکي همکاريو انستيتوت (HAALO) او د يادو ولايتونو د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست سره په همغږۍ وېشل شوې دي.

په مرسته شویو توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۳۰ کیلو دال او ۱.۶۸ کیلو د ماشومانو خوراک شامل وو.

په همدې حال کې کورني او بهرني بنسټونه تل د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له اړمنو او بې وزلو سره مرستې کوي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی و، چې ۱۵ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس دریمه برخه ده، نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځای څخه راځي.

باید وویل شي، چې افغانستان لا هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې خلک یې نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *