افغانستان

خلیل الرحمن حقاني: د هېواد غېږه د ټولو افغانانو لپاره خلاصه ده

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د کندهار ولایت، د سپین بولدک له صفري نقطې څخه د لیدنې پرمهال د راستنېدونکو کډوالو ستونزې واورېدې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د کندهار ولایت، د سپین بولدک له صفري نقطې څخه د لیدنې پرمهال د راستنېدونکو کډوالو ستونزې واورېدې.

د یادې لیدنې پرمهال خلیل الرحمن حقاني وویل چې د کډوالو د راستنولو لپاره اسلامي امارت په لوړه کچه تیاری نیولی، د هېواد غېږه د ټولو افغانانو لپاره خلاصه ده او ټول باید په ابرومندانه توګه خپل هېواد ته راستانه شي. حقاني د کډوالو نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې اوچا او یو شمېر نورو همکارو موسسو له مسئولینو سره هم ولیدل او د دوی کارونه یې وارزول

او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.

ورته مهال دیادو موسسو  مسؤلینو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته خپل کاري راپور وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه، چې د راستنېدونکو شمېر په زیاتېدو ته په کتو به خپل کاري پرسونل او امکانات نور هم زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه وروسته له هغې د افغان کډوالو راتګ زیات شو چې د هغه هېواد حکومت د غیرقانوني کډوالو د ایستلو لپاره یوه میاشت وخت وټاکه او اوس دغه مودې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *