افغانستان

خلیفه سراج الدین حقاني: اسلامي امارت د بېلابېلو رغنيزو پروژو په پلي کېدو سره دا ثابته کړه، چې امارت د هېواد ورانوونکی نه بلکې جوړوونکی دی

یونس په نوم د یوه جامع جومات د پراند کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د یستې په مراسمو کې ګډون وکړ.    

یونس په نوم د یوه جامع جومات د پراند کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د یستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دغه جومات، چې د کورنیوچارو وزارت د مشرتابه په سپارښتنه او د یوه سوداګر له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی او پر يوه وخت د څلور سوه لمونځ کوونکو د ځاېدو وړتیا لري.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې د ولس او قومونو پر يووالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه، په داسې حال کې، چې یرغلګرو سره د مبارزې پرمهال بهرنیو موږ ته د وطن ورانوونکو خطاب کاوه، خو اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د رغنيزو پروژو په پلې کېدو سره دا په ډاګه کړه، چې امارت د هېواد ورانوونکی نه بلکې جوړوونکی دی. نوموړي زياته کړه، چې د جهاد په برکت او ولس په ملاتړ د هېوادوالو

او نورو اهل خیر مسلمانانو په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې رغنیزې چارې دوام لري.

هغه همدارنګه وویل چې عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ارشاد، حج او اوقافو په ګډون يو شمېر وزارتونو ته لارښوونه کړې چې مسافرو او عامو هېوادوالو ته د آسانتيا رامنځته کېدو په موخه د لویو لارو او حلقوي سړکونو په اوږدو کې جوماتونه ورغوي.

د  کورنیوچارو وزارت سرپرست زیاته کړه، سره له دې، چې لاهم يو شمېر لوري د اسلامي امارت په ارادې تور پورې کوي، خو تاريخ به ولس سره د اسلامي امارت رښتينولي او بې کچې مينه ثابته کړي.

د پکتيا ولایت مرستيال والي شيخ انعام الله د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې د ولس د ستونزو هوارولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به ګړندۍ هڅې وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *