افغانستان

مولانا نعیم الحق حقاني:رسنۍ باید د دولت او دولت د رسنیو همکار واوسي

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رئیس مولانا نعیم الحق حقاني، د رسنیو له مدیر مسئولانو سره د همغږۍ په ناسته کې، د دولت او رسنیو ترمنځ پر زیاتې همکارۍس ټینګار وکړ.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رئیس مولانا نعیم الحق حقاني، د رسنیو له مدیر مسئولانو سره د همغږۍ په ناسته کې، د دولت او رسنیو ترمنځ پر زیاتې همکارۍس ټینګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې نن د یاد مرکز د ناستو په تالار کې ترسره شوه؛ د حکومت د اطلاعاتواو رسنیو د مرکز رئیس وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو برابرول، د رسنیو ستونزو ته رسېدنه، د دوه  اړخیزې همکارۍ پراختیا، د دولت او رسنیو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کول او د رسنیو د رول او ځای روښانول؛ د دغه مرکز له اساسي موخو څخه دي.

حقاني ډاډ ورکړ چې هڅه به وکړي رسنیو ته پاملرنه زیاته شي او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز، ټولو رسنیو ته د اُمید پر یوه کړکۍ بدل شي.

هغه ټینګار وکړ چې رسنۍ باید د دولت او دولت د رسنیو همکار واوسي او حقایق خپاره کړي.

د رسنیو مدیر مسئولانو هم په خپلو خبرو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزو یادونه وکړه او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز له رهبرۍ څخه یې وغوښتل چې یادو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *