گزارش

د جمهوریت روغتون معیاري کولو لپاره یو مهم اقدام دی

د یو خبر له مخې د جمهوریت روغتون د معیاري کېدو لپاره د څلور میلیارده افغانیو په لګولو سره د دغه روغتون د جوړولو چارې پیل شوي دي، د جمهوریت روغتون چې پخوا د چینایانو له خوا جوړ شوی و، او د چت د را پرېوتو له امله یې د تاوان په توګه لس کاله د مخه د جمهوریت د روغتون نوی ودانۍ جوړه کړه او چینایي طبي ماشینري پکې ولګول شوه، چې تر دې دمه یې د طبي خدماتو په وړاندې کولو سره د نورو مرکزي روغتونونو په څنګ کې ښه معالجوي کردار ادا کړی دی.

د یو خبر له مخې د جمهوریت روغتون د معیاري کېدو لپاره د څلور میلیارده افغانیو په لګولو سره د دغه روغتون د جوړولو چارې پیل شوي دي، د جمهوریت روغتون چې پخوا د چینایانو له خوا جوړ شوی و، او د چت د را پرېوتو له امله یې د تاوان په توګه لس کاله د مخه د جمهوریت د روغتون نوی ودانۍ جوړه کړه او چینایي طبي ماشینري پکې ولګول شوه، چې تر دې دمه یې د طبي خدماتو په وړاندې کولو سره د نورو مرکزي روغتونونو په څنګ کې ښه معالجوي کردار ادا کړی دی.

کابو د نیمې پېړۍ را هیسې چې نړیواله طبي شاهکاري را منځته شوې ده او د زړه تر پیوندولو پورې طبابت په مخ روان دی خو په افغانستان کې د دې طبي پرمختګونو هیڅ اغیز نه دي محسوس شوی او اوس هم عنعنوي او کلیوالي طبابت خپل ځای اصلي طبابت ته نه دی پرېښئ.

اوس چې د لومړي ځل لپاره اسلامي امارت د جمهوریت  روغتون د عصري کولو او معیاري کولو لپاره د نړیوال پرمختللي طب له کاروان سره د ګډېدو اقدام وکړ، یو تاریخي او د عصر د غوښتنو سره سم اقدام دی، چې د بېلابېلو ټولنو او کړیو له خوا یې هرکلی شوئ او دا هم ورسره جوته شوې ده، چې څلور میلیارده افغانۍ ملي بودېجه دې پر ځای ولګول شي او یو داسې معیاري روغتون دې جوړشي، چې بهر ته د علاج لپاره د میلیونونو ډالرو د لګښتونو مخه ونیول شي او داسې ناروغي نه وي چې په افغانستان کې علاج ونه شي.

تر دې دمه چې یواځې ګاونډي هېواد پاکستان ته افغانان د علاج لپاره ور روان دي او هلته ورته ډاکټرانو د لابراتوارونو او درملتونونو مالکانو له خوا د لوټولو کوم کمین نیول شوی دی او د افغان کډوالو په نوم یې د خدمت لوحې ځوړندې کړي دي، فعل او انفعالات یې ټولو ته جوت دي او عیان ته د بیان ضرورت نشته.

په همدې توګه هند هم ورته پروګرامونه د افغان ناروغانو لپاره تیار کړي دي، چې د ډاکټر او ترجمان په نقش کې یې افسانوي روایت ایجاد کړي دي.

خلک وايي چې په نړیوال ستنډرد د جمهوریت روغتون د معیاري کولو معنا باید دا وي چې هیڅ ډاکټر ناروغانو ته ددې تصدیق ور نه کړي، چې ددې ناروغ علاج دلته نا ممکن دی او باید بهرته د علاج لپاره لاړ شي، زموږ د شل کلن جمهوریت مشرانو چې د طب د معیاري کېدو په بیانونو یې شخوند واهه خو عمل پکې نه و خپله به د ‌ز کام د علاج لپاره بهرنیو هېوادونو ته تلل او ددې کار لپاره به یې سرکاري الوتکې کارولې خو د هېواد په دننه کې د بیوزله ناروغانو غم ورسره نه وه یو انکار نه مننونکی حقیقت دی.

که چېرې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وکولای شي په رښتیا سره یو مرکزي روغتون معیاري کړي او د هر ډول ناروغیو علاج او تشخیص امکانات برابر کړي یواځې دا نه چې نړیوال طبي پرمختګ د کاروان سره به یو ځای شوی وي بلکې د هېواد په دننه کې به یې هغه مسئولیت هم ترسره کړی وي چې حکومت یې د خلکو په وړاندې لري.

په خبر کې ویل شوي دي چې د څلور میلیارده افغانیو ملي بودېجې څخه به چې د روغتون په معیاري کېدو ولګول شي 317 میلیونه افغانۍ د ودانۍ د تاسیساتود جوړولو لپاره دوه میلیاره شپږ سوه اویا میلیونه افغانۍ به د نوې طبي ماشینرۍ په اخیستلو ولګول شي.

د اسلامي امارت دغه اقدام زیات ستایل شوی او یو تاریخي اقدام ورته ویل شوی دی، خلک هیله لري چې د جمهوریت روغتون له معیاري کېدو نه وروسته د همدې روغتون اختصاصي څانګې په ټولو ولایتو کې جوړې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *