افغانستان

د کډوالو چارو وزارت:له پاکستان څخه ۸۲۰  افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره اونۍ له پاکستان څخه هیواد ته د ۸۲۰ افغان کډوالو کورنیو په داوطلبانه او جبري توګه د راستنیدو اعلان وکړ.

 

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره اونۍ له پاکستان څخه هیواد ته د ۸۲۰ افغان کډوالو کورنیو په داوطلبانه او جبري توګه د راستنیدو اعلان وکړ.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو کورنیو کې ۴۹۷۵ کسان او ۳۹۱ تنه د پاکستان په زندانونو کې بندیان دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې پر يو شمېر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه او د ناروغانو درملنه وشوه.

پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له هېواده د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.

د پاکستان دې پرېکړې غبرګونونه راپارولي دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې له پاکستان او ايران څخه هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدل ډېر شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *