تردې دمه پرکانونو د 7 میلیارده ډالرو او 5 میلیارده افغانیو پانګونه شوې ده
په ملي او نړیواله کچه چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج لپاره کومه لېوالتیا شته هغه له پانګوالو سره د داوطلبۍ او قراردادونو څخه جوته کېږي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د یو کمپاین په شکل د لیدلو، کتلو او د کانونو په اړه بحثونه کېږي. او د دې امیدواري ورکوي چې کېدایشي په چټکۍ سره به دغه پروسه دوام وکړي. او د کاني تولیداتو له برکته به ځان بسیاینې ته د رسېدو لاره هم لنډه کړي.
جمال کوټوال
په ملي او نړیواله کچه چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج لپاره کومه لېوالتیا شته هغه له پانګوالو سره د داوطلبۍ او قراردادونو څخه جوته کېږي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د یو کمپاین په شکل د لیدلو، کتلو او د کانونو په اړه بحثونه کېږي. او د دې امیدواري ورکوي چې کېدایشي په چټکۍ سره به دغه پروسه دوام وکړي. او د کاني تولیداتو له برکته به ځان بسیاینې ته د رسېدو لاره هم لنډه کړي.
که سړی یوازې د پنجشیر زمردو ته وګوري چې څه د پاسه 500 سیمې په نښه شوي د رڼې داوطلبۍ له مخې له 25 میلیونه افغانیو زمرود د کورنیو او ملي سوداګرو لخوا وپلورل شو او د دولت خزانې ته ورسېدل.
په دې سربېره څه د پاسه 7 زره کسانو ته د کار کولو فرصتونه هم پیدا شو. او دا لړۍ به همداسې روانه وي. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور چې د کانونو د استخراج لپاره د ملي او نړیوالو شرکتونو او سوداګرو سره په خبرو لګیا دی او هره ورځ له یادو کسانو سره ناستې لري د خبریال دپو ښتنې په ځواب کې چې څومره امید واري شته دی، چې د کاني پیداوارو له درکه اوسنی اقتصادي بحران پای ته ورسېږي او په پای کې ځان بساینې ته ورسېږي؟ ویې ویل: په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د کانونو د استخراج او همدلته د موادو د پروسس لپاره لېوالتیا موجوده ده، چې تر دې دمه په سترو کانونو کې چینايي، ایراني او ترکي شرکتونو پانګونه کړې او د روسي، بریټانوي او جرمني شرکتونو له غوښتنې سره سم د پانګې اچونې لپاره خبرې روانې دي.
د کوچنیو کانونو د استخراج لپاره تر دې دمه د 115 کورنیو شرکتونو سره د قراردادونو له لارې څه د پاسه 5 میلیارده افغانیو پانګونه شوې ده.
ښاغلي دلاور وویل: افغانستان چې تر ځمکې لاندې شتمنیونه ډک دی او دا وخت د بېلابېلو کانونو د استخراج لپاره په ملي او نړیواله کچه غوښتنې شته دی تر دې دمه د 7 میلیارده ډالرو او 5 میلیارده افغانیو پانګونه شوې، قراردادونه یې لاسلیک شوي او دغه لړۍ ګرندی روانه ده.
سرپرست وزیر وویل که چېرې د پانګوالو د همدې لېوالتیا او پانګې اچونې چارې همداسې پر مخ لاړې شي بې له شکه د کانونو د استخراج څخه د تر لاسه شویو تولیداتو د پلورلو له درکه به نه یوازې اوسنی اقتصادي بحران پای ته ورسېږي، ورسره جوخت به د ځان بسیاینې کچې ته هم که خدای ج کول ورسېږو. ځکه چې د کانونو د استخراج لپاره لومړنۍ عنصر امنیت دی. چې دا کار د اسلامي امارت په اهتمام تر سره شوی او د عام او تام امنیت د تضمین لپاره اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته ټټر وهلی. د امنیت دا شرط یې لا دمخه پوره کړی. او په ډاډمنه توګه یې د پانګوالو لپاره ښه امکانات برابر کړي دي.
ده وویل همدا اوس د سترو کانونو د استخراج لپاره تر دې دمه د 9 کانونو قراردادونه د بهرنیو کمپنیو سره لاسلیک شوي دي. 9 کانونه د داوطلبۍ په پړاو کې دي او 16داوطلبی نور داوطلبۍ ته چمتو شوي دي.
همدا اوس د هرات د غوریانو سرب او جستو د تخار د سرو زرو او د جبلسراج د سمنټو د استخراج چارې د داوطلبۍ په حال کې دي، چې په ترتیب سره به د جګدلک د یاقوتو، د پنجشیر د وسپنې او د بدخشان د سرو زرو کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وینا ده: چې د نفت او ګاز د استخراج په مقصد د 148 میلیونو ډالرو پانګونه شوې ده په سملاسي توګه له یادو کانونو څخه د ورځې 400 ټنه خام تېل لاس ته راځي چې ټاکل شوې د جنوري میاشتې په پای کې د تولید دغه اندازه د ورځې زرو ټنو ته ورسېږي.
په دې وسیله وزیر ټولو پانګه اچونکو ته ډاډ ورکړئ چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د سپارښت سره سم چې په کاني سکټورکې ترجیحاً صادر شوی دی د پوره اسانتیاوو د برابرولو تر څنګ د داوطلبیو او قراردادونو په کار کې به په پوره شفافیت سره کاني عملیات همداسې دوام ولري.