اجتماعی

دمور د شېدو د نړیوالې ورځې په مناسبت ماشومانو ته بايد تر دوه نيمو کالو د مورپی ورکړل شي

حیا ت الله حلیم

کله چې یوماشوم نړۍ ته را ځي نو ډېرعاجز٬ کمزوری او بی وسه وي، که لس یا پنځلس ساعته یې مور فزیکي اوغذایي معالجه او پرستاري ونکړي، ښایي ژوندی پاتې نه شي،نومعلومه شوه چې مور د ماشوم لپاره په فطري ډول هغه مهربان موجود دی چې بېلګه یې ددنیا پرموجوداتوکې نه لیدل کېږي .

اوس راځو د مورپه شېدو نوې زېږدلي ماشوم د تغذیې په اړه رڼا اچوو:

دا څرګنده ده چې د نوي زېږدلي ماشوم معده تر۶میاشتو پورې د مورله شېدو پرته د نورو خوړود هضم توان نلري، ځکه معده یې دومره تنکۍ او نازکه وي چې نوراوبلن خواړه هم نشي هضمولای، خوجالبه داچې د مورپه شېدو کې د ماشوم لپاره ټول هغه اړین غذایي مواد چې د ماشوم بدن ورته اړتیا لري، موجود دي.

په روغتیایی اوکیفي لحاظ دمور د شيدو په اړه ډېرې څېړنې اوپلټنې شوې دي، خود یوه طبي پوه څېړنه ښیې هغه ماشومان چې د مورپه شېدو تغذیه کېږي، ترنوروماشومانو یې نه یوازې د ناڅاپي مړینې امکانات کم وي، بلکې شل سلنه یې له کنسراونوروسرطاني ناروغیو هم خوندي وي آن تردې چې د ( اچ، آی، وې ) اېدز په ناروغۍ هم کم اخته کېږي، ځکه د مورشېدې داسې وقایوي مواد لري چې دماشوم د بدن معافیت د اېدز٬ سرطان اوګڼو نورو ناروغیوپه مقابل کې لوړوي٬ څېړونکو ثابته کړې هغه نوي زېږېدلي ماشومان چې خواړه یې د مورشېدې وي، ترنوروهغوماشومانوچې په پوډري اویا نورو شېدو تغذیه کېږي، په سلوکې شل يې د مرګ له خطرسره کم مخ کېږي.

د مورد شېدوبله ښېګڼه داده هرڅومره چې د ماشوم د شېدې رودلو موده اوږده وي، په هماغه اندازه یې په لویوالي کې د وجود مقاومت د ناروغیو په مقابل کې هم زیات وي، په قران کريم کې حکم شوی چې ماشوم ته بايد دوه نيم کاله د مور شيدې ورکړل شي، همدا رنګه ډا کترانو او نورڅېړونکو هم د مورد شېدو موده دوه نيم کاله ښودلې ده.

هغه مورچې ماشوم ته پۍ ورکوي دې داکترانوسپارښتنه ورته داده چې باید ښه خواړه وخوري ،چې د پیوغلظت اوکیفیت یې لوړشي.  له بل پلوه د ښو خوړو په ترڅ کې نه یوازې د پیو غذائیت لوړېږي، بلکې د مورپه تیوکې شېدې نورې هم زیاتېږي، ډاکترانو د موردشېدو کیفیت او ازدیاد په میووسابوسبزیجاتو او د نورواوبلنوخوړوکې ښودلی٬ چې په دې صورت کې نه یوازې د مورشېدې په ماشوم تاثیرګذار اغیزکوي بلکې د مور روغتیا ته هم ګټه رسوي٬ هغه مورچې د امید وارۍ په مهال یې بدن د ښې تغذیې له امله روغ وي نوسالم ماشوم دنیا ته را وړي، همدا وجه ده چې په جاپان کې مېرمنې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ښې تغذیه کېږي او د معلوماتو له مخې د جاپان ښځې په منځنۍ توګه د ۸۰ کالوپه شا وخوا کې ژوند کوي چې دا د نړۍ د نورو هېوادونو د میندو په پرتله ترټولو اوږد عمر ګڼل کېدای شي٬ جاپاني مېرمنې نه یوازې په معیاري ډول د خپلو اولادونوپه تغذیه کې ګړندۍ دي، بلکې په کورنۍ معاشره کې هم د خپل خاوند ترټولو ښه درناوی لري چې دغه ریکارډ چاپاني مېرمنو په نړیواله کچه ټینګ کړی دی، نه یوازې ښځې بلکې نارینه وو هم په چاپان کې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله اوږد ژوند کوي. علت یې همدا دی چې له پیل څخه د میندوپه واسطه ددوی تغذیه په طبي اصولو برا بره بنا شوې وي، نوځکه تندرست وي، د ماشوم په تغذیه کې د ولادتونو موده هم ډېره مهمه رول لري ځکه یوشمېرمیندې د ماشوم له زېږون ۲ کاله وروسته امیدوارې کېږي، چې دا هم د مور او ماشوم لپاره ښه وخت او فرصت دی خو یوشمېر نورې بیا پرته له دې چې موضوع ددوی په اختیارکې وي له یوه کال وروسته امیدوارې کېږي چې په صحي لحاظ دا موضوع بیا د موراو ماشوم دواړو په زیان تمامېږي، ځکه له یوه پلوه د مور رحم خپل طبعي حال ته نه وي را ګرځېدلی له پلوه ژر رسېدلی ولادت د مورپه پیوهم منفي اغیزاچوي اوپه هغه مقدار پۍ چې دیوه ماشوم د مړښت لپاره لازمې وي د مورپه تیوکې نه پیدا کېږي٬  هغه میندې چې ولادتونه یې د مودې په لحاظ نېږدې وي، هغوی ته سپارښتنه ده چې د خپل ځان او اولاد د سالم پاتې کېدو لپاره د ډاکتر له لاروښونو سره سم دا موده حد اقل ۲ یا هم ۳ کالونو ته وغځوي ،چې دا او اولاد دواړه یې په روحي او فزیکي ډول سالم پاتې شي .

میندې په منځنۍ توګه د خپل عمرتر۴۳ کلنۍ پورې حمل اخلي خوهغه میندي چې قوي او سالمې وي ښایې دا موده تر۴۶ او آن ۵۰ کلنۍ پورې هم اوږده شي، خوهوښیارې میندې تل زیار باسي چې د خپل ځان اوماشوم د روغتیا لپاره په دې موده کنترول ولري، ځکه هغه میندې چې ډېر اولادونه را وړې اړه ده چې اولاد ته لا اقل تر یوه کال پورې پۍ ورکړي اوکه اولادونه یې پرلپسې شي، نو دا به دې مانا وي چې د عمر زیاته برخه یې اولادونو ته پۍ ته ورکړې دي، چې دا ډول میندې ژر سپین سرې کېږي او کله چې سپین سرې شوې، نو بدن یې مقاومت له لاسه ورکړی وي او په ۶۰ کلنۍ کې داسې سپین سرې بوډۍ ترې جوړه وي چې په ملا کړوپه او په لارې به نشي تلای، نو لازمه ده چې میندې د ځوانۍ په وخت کې د زړبودۍ دغه احتمالات هم په پام کې ولري .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *