افغانستان

ننګرهار والي د بڼوالۍ پراختیایي او څېړنیز مرکز څخه لیدنه کړې

د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد په ملتیا د ننګرهار څېړنیز فارم څخه له نږدې لیدنه کړې او مسئولینو ته یې د فارم د ښه والي او کارونو د ښه ترسره کیدنې په موخه سپارښتنې کړي. 

ننګرهار والي ویلي؛ د یاد څېړنیز فارم ارزښت ته په کتو د دې پیاوړتیا لپاره به ځانګړې پاملرنه کوي.

د کرنې رئیس له لوري په څېړنیز فارم کې شته ستونزې، ننګوونې او فرصتونه په نښه کیدو وروسته له والي سره شریکې شوې، چې د ننګرهار والي له لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.

د ننګرهار څېړنیز فارم په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، اووه ملي کلکسونونه او اته ننداره ييز بڼونه لري؛ چې په هر کلکسیون کې په لسګونه ډوله د مېوو داخلي او خارجي بوټي شتون لري او د زون په کچه بڼوالو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *