افغانستان

دصنعت او سوداګرۍ وزات؛  په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۵۹ میلیونه ډالر صادرات کړي

دصنعت اوسوداګرۍ وزارت مسئولین وایي چې افغانستان په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۵۰ میلیونه صادرات او همداشان یې ۳۸۷۴ میلیونه واردات  کړي دي.

دصنعت اوسوداګرۍ وزارت مسئولین وایي چې افغانستان په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۵۰ میلیونه صادرات او همداشان یې ۳۸۷۴ میلیونه واردات  کړي دي.

دصنعت اوسوداګرۍ وزارت مشاوراوویاندآخندزاده عبدالسلام جواد د انیس ورځپاڼې

خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل:پاکستان،هندوستان، قزاقستان،متحده عربی امارات، تاجکستان، چین، ترکیه، ازبکستان، ایران او عراق هغه هېوادونو ته زمونږ هېواد ورسره په زیات اندازه واردات او صادرات لري.

آخندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړه هغه شیان چې دافغانستان څخه صادرېږي، د ډبروسکاره، پخته، هنگ اودهنګ تخم، کشمش، شنه زیره، انگور، رومی، زغفران، زدالو، وچ زردالو، تازه مختلف میوه‌جات، وچې میوې اوداسې نور صادرېږي،اوپه همدې ترتیب هغه شیان چې دبهر نه هېواد ته واردېږي، منسوجات، کتان،پټرولو تیل، ډیزل،مایع ګاز،غنم،دغنمووړه اوسیمنټ نور هېوادونونه راواردېږي.

نوموړي زیاته کړه، سوداګرو ته صنعت اوسوداګرۍ په برخه کې زیات سهولتونه را منځته شوي دي، دصنعت پراخوالي، د پانګوالو تشویق، شخصي سکتور ته خاصه پاملرنه اوسوداګروته مو په زیاتو برخوکې مو ورته لازمي اسانتیاوې برابرې کړي دي.

همداشان،څوورځې وړاندې چې  دتورخم لاره بنده شوي وه،دپاکستانیانو سره په دې اړه خبرې شوي دي تر څویو داسې نتیجي ته ورسېږوچې په راتلونکې کې زمونږ هېوادوال له دې ستونزي سره مخ نشي.

دصنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړه،مهمې لاسته رواړنې دګاونډیوهېوادنو سره سوداګریزي اړیکې پراخوالی دسیمي په سطحه،الحمدالله توانیدلیو چې  د۷۰ هېوادنوسره زمونږ هېواد صادرات کړي، چې هیڅ وخت په دې اندازه سوداګریزې اړیکې دنور هېوادنوسره نه وي پراخه شوي اوپه همدې ترتیب کوم ضرورتونه چې افغانستان لرل د۹۰ څخه دزیاتو هېوادونو څخه مو خپل هېوادته موسوداګریزۍ توکۍ راانتقال کړي دي.

دراتلونکې لپاره دخپل هېواد د تولیداتو سطحه لوړوکړو،ترڅوافغانستان یو صادرونکي هېوادپه نړۍ کې اوسي اوله بل اړخه دبهرنیو اوداخلي سرمایه دارانو ته سهولتونه زیات رامنځ ته کړو تر څو لا نوره هم په افغانستان کې  سرمایه ګذاری وکړي اوددې لپاره هم پروګارم لرو.

سمیع الله مومند – اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *