اخبارافغانستان

د اوبو او انرژي وزیر د بخش‌آباد بند د پروژې له قراردادي مسئول سره وکتل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې  د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پروژې له قراردادي مسؤل جمشید شاهي او ورسره مل تخنیکي ټیم سره وکتل او د نوموړې پروژې د چارو د پرمخ وړلو په هکله خبرې، اترې وکړې. په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې پروژې د چارو پرچټکتیا بندټینګار وکړ او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره ښه زمینه چمتو شوې ده او مونږ په دې برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو یو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو قراردادي مسؤل او تخنیکي ټیم ته لارښوونه وکړه، چې د وزارت له تخنیکي ټیم سره په ګډه او بشپړه همغږي سره د دغې پروژې چارې پرمخ یوسي.

په ورته مهال، د نوموړې پروژې قراردادي مسؤل او تخنیکي ټیم د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته د دغې پروژې د چارو دغوره پرمخ وړلو او د وزارت له تخنیکي ټیم سره د چارو په پرمخ وړلو کې د بشپړې همکاري او همغږي په موخه ډاډ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې د بخش آباد بند پروژه په فراه ولایت کې  د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه ده، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د اوبو لګولو په برخه کې  د دغه ولایت د خلکو ډیرې ستونزې هوارې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *