اجتماعی

ښوونکی له شرعي اودنیوي علوموسره د معرفت ترجمان دی

دا خو څرګنده ده چې یوحاذق ښوونکی هغه کمیاګردی چې مس د انسان په مغزکې په طلا بدلوي خو مخکې له دې چې د ښوونکي په نوروخصوصیاتواومشخصاتو رڼا واچوو ترهرڅه لومړی باید له ښوونکي بشپړتعریف ولرو، چې ښوونکی څوک دی؟ څه مسؤلیت لري اودچا په وړاندې یې لري ؟

دا خو څرګنده ده چې یوحاذق ښوونکی هغه کمیاګردی چې مس د انسان په مغزکې په طلا بدلوي خو مخکې له دې چې د ښوونکي په نوروخصوصیاتواومشخصاتو رڼا واچوو ترهرڅه لومړی باید له ښوونکي بشپړتعریف ولرو، چې ښوونکی څوک دی؟ څه مسؤلیت لري اودچا په وړاندې یې لري ؟

ښوونکی هغه چاته ویل کیږي چې دماشومانو، تنکیو ځوانانو اوځوانانوپرمخ کې دهغه څه د تدریس په موخه دریږی چې دوی پرې نه پوهیږي ، یا ښوونکی هغه څوک چې د جهل په تورو تیاروکې د معرفت ډېوې بلوي ، ښوونکی نه یوازې د نورو اذهان تنویروي ،  بلکې پخپله ښوونکی هم په هغه څه تدریس شوی چې دی پرې نه پوهېده ، نود معرفت دا ځنځیري کړۍ له نورو ده ته او ده به نوروته انتقالېږي اوڅوچې دنیا ودانه دا لړۍ به روانه وي ، له بل پلوه د ښوونکي لپاره به دا افتخارکافي وي چې الله پاک د قرآنکریم په مختلفوبرخوکې خپل پاک ذات معرفي کړی دی ، د وحی په پیل کې یې سردارعالم حضرت محمد مصطفی صلی علیه وسلم ته وفرمایل : ووایه ! د خپل پروردګارپه نامه چې انسان یې له وینې پیدا کړ، ووایه : چې پروردګار له ټولوکریم دی اوهغه څه یې خپل بنده ته د قلم په واسطه وروښودل چې دی پرې نه پوهېده .

پیغمبران د بشریت ښوونکي وو، هغه ښوونکي چې دالله ج صادق بندګان یې په صراط المستقیم رهبري کول  نوڅرګنده شوه چې علما او ښوونکي د نبیانوورثه ده اود خپلوخلکوپه وړاندې یې ډېر لوی او دروند مسؤلیت پراوږو پروت دی ،  په لنډه دا چې په ځغرده ویلای شو چې ښوونکی له دنیوي او اخروي علوموسره د معرفت ترجمان او دمقام اومسؤلیت په اړه یې دې نتیجې ته سیږو چې مقام یې د مسؤلیت له مخې د ټولنې د افرادوپه وړاندې ډېرلوړدی ، ځکه د انساني ژوند په اوږدوکې تدریس او زده کړې هغه نیک اوحساس شغل دی چې انسان دپوهې اواخلاقو لوړمعراج ته رسوي  ، یوشمیرداسې ښوونکی هم شته چې لیاقت یې ډېرلوړوي خوپه خواشینۍ سره چې د تدریس میتود یې ټکنی وی ، د تدریس ترڅنګ لازمه ده یوښوونکی تدریسي هنرهم ولري ، تدریسي هنرهغه پدیده ده چې څنګه یو ښوونکی وکولای شي په ټولګي کې په لطایف الحیل زده کوونکي تدریس کړي او په  کوم هنرځان د زده کوونکوپه ذهن کې دومره ورخوږ کړي چې د خپل ښوونکي په لیدوددوی ذهن خوشحاله شي ، دیوه بریالي ښوونکي لپاره لازمه ده کله چې خندنی ټولګي ته داخل شي پرزده کوونکو سلام واچوي او وروسته د زده کوونکود پام جلبولو اوخوشحالولولپاره یوه ظریفه ټوکه هم وکړي څو زده کوونکي وخاندی اوله لږ شیبې وروسته په مینه ناک اندازپه خپل درس پیل وکړي، ښوونکی باید هیڅکله په تروه ټنده ټولګي ته داخل نشي ارواحي څیړونکوڅرګنده کړی چې په تدریس کې د ښوونکي ظاهری حالت ترټولومهم رول لری که چیرې په ټولګي کې د ښوونکي په ټنده کې د قهراوغضب (خط پچي) را څرګند شول زده کوونکي هڅه کوي چې د زده کړو په ځای دهغه له قهرڅخه ځان بچ وساتي نوځکه ښوونکی باید په خلاصه ټنډه ټولګي ته داخل شي او ددرس په بهیرکې د ټولګي په وروستۍ برخه کې ناست زده کوونکي ته هم متوجې وي ځکه هغه هم حق لري چې یوڅه زده کړي ، ښوونکی ته لازمه ده د تدرس په بهیرکې په مثالونوکې هغه مثال را وړي چې هم زده کوونکوته جالب وي او هم درسي ممد واقع شي اوپه ضمن کې ددوی له روحیې اوسویې سره سم نورآفاقي معلومات هم ورسره شریک کړي .

یوښوونکي دتدریس په مهال باید هیڅکله د ازمویني په مورد کې د پوښتنود سخت والي په اړه خپلوزده کوونکوته اخطارونه ورنکړي چې دا حتی تدریسي جرم دی ،  لنډه داچې د تدریس په مهال باید د څلور میاشتنۍ اویا کلنۍ ازمویني په اړه هیڅکله کوم یادون ونشی ، ښوونکي ته لازمه ده چې په ټولګي کې حاضرزده کوونکي په رواني لحاظ هم ترخپل نظارت لاندې ولري اوهغه زده کوونکی چې ددرس په وخت کې نورو ته مزاحمت جوړوي په دلاساینه توصیه اوکنترول کړي ځکه کله ناکله د ښوونکي د ناسم مدیرت له وجې ټولګی هم د زده کوونکو لخوا اخلالیږي ، پخوا به ښوونکو خپل زده کوونکي د ټنبلۍ له وجې وهل او ډبول چې هغوی به له ښوونځي زړه توري کېدل ځکه دغه ښوونکوبه په خپل ذعم وهل د حل لاره بلله په داسې حال کې چې په تولګي کې د نورو زده کوونکوپه مخ کې وهل حل لاره نه ،  بلکې هغه منفي عملکرد دی چې زده کوونکی له درس او ښوونځي نه بیزاروي ، ځکه د زده کونکولپاره د هرې خطا ، تیروتنې اوذهنی کمزورتیا ته معیاري اصول موجود اوښوونکی باید ترې کار واخلي ، ډېرځله داسې لیدل شوي چې د ښوونکي د جزا له وجې زده کوونکي له ښوونځي داسې بیزارشوی چې ښوونځي یې پرایښی دی اویا هم داسې  فشار پرې را غلی چې نورې ستونزې لکه ښوونځي ته نه حاضرېدل ، له کوره تیښته اویا هم کله ناکله له ښوونکي سره موضوع د فزیکي جبهې په نیولوسره هم منتج شوی چې په دغه صورت کې هم د ښوونکي موقف ترپوښتنې لاندې اوهم یې نورې ستونزې رامنځ ته کړې وي .

پورته ټولو مسایلوته نه یوازې ښوونکی بلکې اداره هم باید متوجې وي ځکه تدریس هم هنرغواړي هم د ادارې لخوا نظارت ،  لنډه داچې په تدریسي چاپیریال کې باید له هغه اصولو او موازینو څخه کار واخیستل شی چې ټولې معیاري ښیګڼې پرې مرتبې وي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *