افغانستان

لغمان کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

لغمان ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په هلو ځلو د HHRD او CDDO موسسو لخوا د شپږ میاشتو په موده کې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي. ص4

لغمان ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په هلو ځلو د HHRD او CDDO موسسو لخوا د شپږ میاشتو په موده کې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي. ص4

دغه دوه پروژې، چې یوه یې په مرکز مهترلام او الينګار ولسوالۍ کې د یو میلیون او ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت د HHRD موسسې لخوا د شپږ حلقو څاګانو او بله یې مرکز مهترلام اړوند نانکزایو په سيمه کې د CDDO موسسې لخوا د دوه میلیونه او ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د یو زر او ۷۹۰ متره کانال پاک کول، ۵۶ متره ساتندویه ديوال او ۱۲ متره حقابې جوړول و، ګټه اخیستنې ته سپارل شوي.

د پرانستې په مراسمو کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد سربېره د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر، د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد، د موسسو استازو او قومي وګړو ګډون کړی و.

د کليو بيارغونې او پراختيا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر ویلي، چې يادې دوه پروژې په ښه کیفیت سره جوړې شي او تر ډېره به د خلکو ستونزې حل کړي.

د لغمان والي ویلي، چې ورته ګڼې نورې پروژې هم تركار لاندې دي، چې ګڼو خلکو ته پکي د کار زمينه برابره شوې.

نوموړي د امنيت ډاډ ورکړی او له موسساتو يې غوښتنه کړې، چې لغمان کې خپلې پروژې عملي کړي.

ځايي اوسیدونکو د یادو پروژو په عملي کېدو خوښي ښودلې او ویلي يي دي، چې د داسې ټولګټو پروژو په پلي کېدو سره د دوی ګڼې ستونزې حلیږي، هغوی په دې برخه کې د لغمان والي د ښه رهبریت او موسساتو سره د ښې همغږۍ ستاینه کړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *