افغانستان

دره نور کې ملي پارک جوړېږي

د کرنې وزارت د طبعي زيرمو ريیس مولوي عبدالاحد خليل د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته سفر په ترڅ کې وېیلي، چې په دغه ولسوالۍ کې ملي پارک جوړوي.

د کرنې وزارت د طبعي زيرمو ريیس مولوي عبدالاحد خليل د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته سفر په ترڅ کې وېیلي، چې په دغه ولسوالۍ کې ملي پارک جوړوي.
د هغه په وینا، له دې سره به دغې سمسورې او غره ییزې سیمې ته ډېری سيلانيان را جلب او ور سره به د سيمې خلکو اقتصاد پياوړی شي.
نوموړي ووېيل، چې په ټول هېواد کې د ځنګلونو ساتنې په موخه جدي هلې ځلې کوي او د دې ولايت ځنګلونو ته يې د ښې پاملرنې هوډ وښوده.
د کرنې وزارت د طبعي زيرمو لوی رييس په دره نور ولسوالۍ کې د نيالګيو قوريو څخه هم ليدنه وکړه او زياته يې کړه چې راتلونکي کې به زيات نيالګي وروزي.
دره نور د ننګرهار له هغو ولسوالیو څخه دی، چې ډېر سیلانیان یې لیدو ته ورځي او له طبیعي منظرو یې خوند اخلي.
د چارواکو ورته څرګندونې د خلکو هرکلي سره مخ کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *