افغانستان

مولوی نورالله نوري: د افغانستان جهاد یوازینی هدف دا و چې په هېواد کې فتنه پای ته ورسېږي

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوی نورالله نوري کندز کې د « قومونو سره د همغږۍ» تر نامه لاندې جوړې شوې غونډوکې کې وویل، چې د افغانستان د ولسونو د جهاد یوازینی هدف دا و چې په هېواد کې فتنه پای ته ورسېږي چې الحمدلله نن په هېواد کې دغه شومه پدیده له منځه تللې او سوچه اسلامي نظام رامنځته شوی دی.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوی نورالله نوري کندز کې د « قومونو سره د همغږۍ» تر نامه لاندې جوړې شوې غونډوکې کې وویل، چې د افغانستان د ولسونو د جهاد یوازینی هدف دا و چې په هېواد کې فتنه پای ته ورسېږي چې الحمدلله نن په هېواد کې دغه شومه پدیده له منځه تللې او سوچه اسلامي نظام رامنځته شوی دی.

په دې غونډه کې د یاد وزرات پلاوي ترڅنګ د کندز والي ملا نثار احمد نصرت، د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مطیع‌الله روحاني، د دولتي ادارو مسئولینو، ديني عالمانو، مجاهدینو، قومي مخورو، متنفذینو، سپین‌ږیرو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.

پيل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وویل، چې کندز ولايت ته زموږ د راتګ موخه د دغه ولایت له خلکو او بېلابېلو قومونو سره مخامخ خبرې اترې کول دي.

نوري زیاته کړه، چې د کندز ولایت ټول مجاهد ولس ده او له مجاهدینو سره په ګډه ستر طاقت ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.

نوموړي وویل، چې د کندز ولايت د مجاهدینو له مجاهدت او شهامت څخه نړئ مننه کوم چې اوس هم د روسانو هغه زاړه ټانګونه دې ولایت او شمالي ولایتونو په مختلفو سیمو کې پاتې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست  وویل، چې د کندز هر ځوان مجاهد په هره برخه کې تل هڅه کړې او په‌ دې سره یې هېواد ته وياړونه راوړي دي.

هغه د وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې هم وویل، چې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت تر اوسه پورې ۱۳۰ غټې شخړې او نږدې ۳۰۰ وړې شخړې حل او فصل کړې دي.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست له خپل مل پلاوي سره په‌ داسې حال کې کندز ولايت ته سفر کوي چې له دې مخکې ملا نورالله نوري جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب او سمنګان ولایتونو ته په سفر تللی و او د دغه ولایتونو له خلکو، قومي مخورو، او مسوولینو سره ناستې کړې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *