افغانستان
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د زمردو له ملي سوداګرو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پنجشېر د زمردو د داوطلبۍ له ګټونکي فخرالدین او یو شمېر نورو ملي سوداګرو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پنجشېر د زمردو د داوطلبۍ له ګټونکي فخرالدین او یو شمېر نورو ملي سوداګرو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: «الحمدلله د پنجشېر په ګډون په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین دی او همدارنګه پر کانونو باندې د پانګونې په برخه کې به د دغه ولایت خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
د زمردو سوداګرو هم، له خصوصي سکټور او پانګه والو څخه د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت تېره اوونۍ، د لومړي ځل لپاره د څه د پاسه ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، د پنجشېر د ۱۲۴۴ قیراط زمردو د پلورلو خبر ورکړی و.